اسلام آباد 18 اپرېل (اے پي پي) د مذهبي چارو وزارت د حج 2024 ټول انتظامات له حتمی شکل وركړو ، حج کوونكې حجاز مقدس ته رسولو لپاره فلائټ آپریشن به د 9 مئی څخه پيل كېږي او تر 9 جون به روان وي۔د وزارت د وياند له مخې حج آپریشن به د ټول هېواد 8 هوائي ميدانونو د لارې بشپړولې شي۔ اسلام آباد لاهور او کراچۍ پشمول کوئټه،سکھر،سیالکوټ رحیم یار خان هوائي ميدانونو څخه به آپریشن كېږي۔د پېښور حج كوونكې به د اسلام آباد هوائي ميدان څخه سعودی عرب ته ځي۔د فیصل آباد حج كوونكې به د لاهور هوائي ميدان څخه سعودي عرب ته ځي۔سږ كال به د کراچۍ هوائي ميدان څخه په وړومبې ځل روډ ټو مکه سروس پېل كېږي۔ روډ ټو مکه پراجیکټ له مخې د حج كوونكو امیګریشن به پاکستان كښې كېږي۔ څلور ایئرلائنز به حج فلائټ آپریشن كښې برخه اخلي چې پكښې سعودی ایئر لائن،پي آئی اے،سیرین ایئر لائن او ایئربلیو شامل دي۔د حج کوونكو ویکسینشن عمل به د 30 اپرېل څخه په 10 حاجی کیمپونو كښې پېل كېږي۔سرکاری حج سکیم له مخې 69 زره 500 حج كوونكې به حجاز مقدس ته ځي۔
متعلقہ مضامین
-
Punjab govt presented people-friendly budget despite odds: Leghari
-
Plastic bags a major cause of environmental pollution: Wahab
-
Haj package still lowest compared to other countries: DG
-
Awareness walk held to mark Environment Day
-
Two held for firing, illegal weapons recovered
-
Construction underway at 10 sites of Dasu dam
-
ANP delegation visits PM
-
Pakistan observes an increase in COVID-19 cases
-
COVID-restricted first batch of Pakistani students seen off at airport
-
Female student commits suicide in Hunza
-
Bill includes 85% changes PTI made via ordinances
-
China adds 1.48 million full-time teachers in ten years