ریاض۔25مارچ (اے پی پی) په سعودي عربستان كښې د پاكستان سفير احمد فاروق وئيلي دي چې په سعودي عربستان كښې زما اولنۍ د روژې مباركه مياشت يوه په زړه پورې تجربه ده۔ د اردو نیوز له مخې ده ووئيل دې څخه وړاندې زه په ډنمارك كښې وم۔ زه دا وئيلې شم چې سعودی عربستان كښې مسلمانانو ورونړو سره د روژې مقدسه مياشتې تېرول يوه بېله او په زړه پورې تجربه ده۔ ده ووئيل د سعودي عربستان روايات ډېر ښكلي دي ٬ څو ورځې وړاندې زه مدينې منورې ته لارم او په مسجد نبوي كښې افطار يوه ځانګړې تجربه وه۔ ده ووئيل په سعودي عربستان كښې د روژې مباركه مياشت كښې خلق يو بل له ډالۍ وركوي۔ ده ووئيل د روژې نيولو روحاني كېفيت او عقيدت پاكستان سره زيات مشابهت لري۔ د روژې مياشت د ملګرو او خپلوانو يو ځايې ته د راجمع كېدو او پاك پروردګار سره د تعلق جوړولو موقعه ده۔ دغسې په دې مياشت كښې ضرورت مندو ته صدقې ٬ خېراتونه او زكوة وركولې شي او زه دا ګڼم چې دا خبره په پاكستان او سعودي عربستان دواړو كښې ليدلي شي۔ ده ووئيل په سعودي عربستان كښې د روژې مباركې مياشتې تجربې په زړه پورې احساسات دي او په پاكستان كښې هم داسې محسوسيږي۔
متعلقہ مضامین
-
Fazlur Rehman holds talks with Chaudhry Shujaat
-
AIOU expands its educational network across the globe
-
Syria says runways unusable after Israel hits airport
-
PM approves new transit visa policy for Afghan citizens
-
Balochistan to produce 470 qualified doctors by 2026
-
Fiscal consolidation, relief to masses main targets in FY23: Miftah
-
Bilawal, OIC chief discuss rising Islamophobia in India
-
Ulema conference held on population issue
-
Experts push govt for quick work on achieving SDGs
-
Administrator South distributes health cards to employees
-
US Ambassador Blome rings starting bell at Pakistan Stock Exchange
-
Pre-monsoon rain-thundershowers likely from June 15 (Wednesday)