اسلام آباد۔30جنوری (اے پی پی) وفاقي كابينې د ريونيو ډويژن په سپارښتنه د اېف بي آر تنظيم نو او ډيجټائزېشن او د وفاقي ټېكس پالېسي بورډ تشكيلولو منظوري وركړې ٬ نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ هدايت كړے چې د كابينه كمېټۍ سفارشاتو په ړنا كښې دې اصلاحات په اړه ټوله ضروري قانون سازي منظورۍ لپاره راروان ټاكلي پارلېمان ته وړاندې كړې شي۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري كړي پرېس ريليز له مخې د نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه وشوه۔ وفاقی کابینې د ریونیو ډویژن په سپارښتنه د فېډرل بورډ آف ریونیو د تنظیمِ نو او ډیجیټائزېشن منظوري وركړه۔ كابينې ته د 23 جنوري 2024 غونډه كښې د خزانې وزير په مشرۍ كښې د جوړې كړې بېن الوزارتي كمېټۍ سفارشات وړاندې كړے شول۔ په تېره غونډه كښې منظورۍ لپاره په وړاندې كړې سمرۍ كښې د بشپړ بحث څخه وروستو فعاله بدلون وكړے شو او دا د كابينې غونډې ته منظورۍ لپاره وړاندې كړے شوے۔ د دې اصلاحاتو په رڼا كښې به ریونیو ډویژن كښې وفاقي ټېكس پالېسي بورډ تشكيل كړے شي كوم به چې په هېواد كښې د ټېکس پالېسۍ تشكيل كولو ٬ د ریونیو هدفونو ټاكلو او د سټېك هولډز ترمينځه د همكارۍ فرض ترسره كوي۔ د فېډرل پالېسي بورډ مشري به د خزانې وفاقي وزير كوي۔ نګران وزيراعظم هدايت وكړو چې دا خبره دې باوري كړې شي چې په دې بورډز كښې نجي څانګې څخه د پوهانو د اغستو په وخت دې د مفادات كوم تصادم رامخې ته نه شي۔ وزيراعظم دا هدايت هم وكړو چې د كابينه كمېټۍ سفارشاتو په رڼا كښې دې اصلاحات له د ضروري قانون سازۍ مسوده راروان ټاكلي پارليمان ته وړاندې كړې شي۔نګران وزيراعظم او وفاقي كابينې د دې اصلاحات جوړولو له د خزانې وزير ٬ د اېف بي آر چيئرمېن او د اړوندو چارواكو هڅې وستائلې۔ وفاقی کابینې د قانوني چارو كمېټۍ د 26 جنورۍ 2024 غونډه كښې د شوو پرېكړو توثيق هم وكړو۔ کابینې د آبي ذخائر وزارت په سپارښتنه په وړاندې كړي اېكټ 1992 كښې د بدلون پرېكړې توثيق ځنډولو سره دغه د بحث نه پس د وفاقي كابينې راروانه غونډه كښې منظورۍ لپاره د وړاندې كولو هدايت وكړو۔
متعلقہ مضامین
-
FM Bilawal arrives Davos to attend World Economic Forum
-
Hammad Azhar moves LHC against CM Hamza, IG Punjab
-
Govt plans to expand child protection institutes in all major cities: Pirzada
-
Federal govt notifies transfer, posting of officers
-
3 constables die in Attock road crash
-
Karot HPP to provide Rs3.9 billion free electricity till COD
-
Nationwide polio immunization drive continues
-
IHC adjourns case regarding removal of Punjab governor till May 31
-
SC dismisses contempt of court plea against Imran
-
Senate passes Elections (Amendment) Bill to reverse EVM use, overseas voting
-
Patel urges people to vaccinate children against polio
-
PANAH to host Int’l conference on heart diseases