اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي)نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ د 39مې سارك چارټر ډورځې په موقع د سارك غړو هېوادنو او د سوئېلي آسيا خلقو له د زړه نه مباركي وركولو سره وئېلي دي 8 دسمبر 1985 هغه ورځ ده كله چې وژن او دور اندیشی لرونكو لارښودو سارك چارټر خپل كړو او د سوئيلي اسياﺀ پرمخټك او سوكالۍ لپاره ئې په ګډه د كار كولو لوظ وكړو۔د خارجه دفتر له مخې د جمعې په ورځ د سارك چارټر ډے په موقع په خپل پيغام كښې وزیراعظم ووئيل دا ورځ مونږ ته د ذمه وارۍ يادكېرنه كوي كومه چې زمونږ وګړو د غريبۍ ، نا لوستنې ، ناروغۍ او كم پرمختګ په شا د شريكو چيلنجونو مخنيوي لپاره مونږ له راكړې ۔ده ووئيل په دې كښې هيڅ شك نشته جې سارك په سوئيلي اسياﺀ كښې د مېشته دوه اربه څخه د زياتو وګړو د ژوند بدلولو لپاره د يو جامع فریم ورك وركولو صلاحیت لري۔ نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ ووئيل پاکستان د سارك د يو باني غړي هېواد په توګه د تنظیم مقاصدو لپاره پرله پسې خپل تړون څرګندوي او د سارك په عمل او هلو ځلو كښې په زړه پورې برخه اخلي۔ده ووئيل پاکستان قامي او د سيمه ايز پرمختګ لپاره د سيمه ايزې مرستي طاقت او په صلاحیت كلك باور لري۔ وزیراعظم ووئيل د سارك چارټر له مخې په نتيجه اډانه سيمه ايزه مرسته د خپلواكۍ او شريك احترام په بنیادي اصولو عمل كولو سره ترلاسه كيدې شي۔ ده د سارك په عمل كښې د پاکستان د عزم پخلې كولو سره ووئيل زه باور لرم چې د تنظیم د كار په لاره كښې ولاړ خنډان به لري كړې شي۔ نګران وزیراعظم د تنظیم كار لپاره د سارك سیکرټريټ د اړخه شوې هڅي ستائېلو سره ووئيل د سوئيلي اسياﺀ وګړو لپاره امن، پرمختګ او د سوكالۍ خواهش لرم۔ده ووئيل راځې چې مونږ سوئيلي اسياﺀ او د پاتې نړۍ ګټي لپاره د خپلي سيمي د حقیقی صلاحیتونو ادراك كولو له په ګډه كار وكړو
متعلقہ مضامین
-
PML-N to go to court over oath crisis
-
Maid tortured to death in Lahore
-
SC hits back over criticism of ‘unfavourable’ verdicts
-
Waqar Younis performs Umrah with family
-
Coca-Cola and Rizq work to create a hunger-free Pakistan
-
PM directs probe into Dadu villages fire; vows action over negligence
-
One person’s mistake doesn’t mean whole institution is at fault
-
Govt advises Imran Khan to address Lahore rally ‘virtually’
-
Protection of country’s environment top most agenda: Sherry
-
Patel directs best possible facilities for patients
-
Imran meeting with US delegation exposes his double-standard politics: Ikhtiar Wali
-
Punjab govt provides subsidy on sugar, wheat in Ramzan bazaars