اسلام آباد – 15 اګست (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سېکرټرېټ اېډيشنل سېکرټري محمد مشتاق ته د پاکستان صدر لخوا د قامي اسمبلۍ سېکرټريټ لپاره د غوره خدمتونو په اعتراف کښې د تمغه امتياز درناوي په ترلاسه كېدو يوه پروقاره دستوره وكړې شوه۔ په دستوره كښې د قومي اسمبلۍ سېكرټري طاهر حسېن ٬ د خصوصي اقدامات اېډيشنل سېكرټري سيد شمعون هاشمي او د ډي جي (آئي آر) وسيم اقبال چوهدري په شمول د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ نورو اعلی چارواكو او د عملې غړو ګډون وكړو۔ په دې موقع د قامي اسمبلۍ سېكرټري طاهر حسېن د قومي اسمبلۍ سپيكر او له خپل اړخه اېډيشنل سېكرټري محمد مشتاق ته د تمغه امتيازي درناوي په ترلاسه كولو مباركي وركولو سره ووئيل چې محمد مشتاق يو قابل، فرض شناس او محنتي افسر دے او هغه ته د دې درناوي ترلاسه كېدل قومي اسمبلۍ لپاره په خاص توګه د قانون په څانګه كښې د هغه د غوره خذماتو اعتراف دے۔ ده ووئيل ايډيشنل سېكرټري محمد مشتاق ته د تمغه امتياز په ترلاسه كېدو ټول سېكرټرېټ ته خوشحالي شوې۔ اېډيشنل سيکرټري محمد مشتاق په دستوره كښې د ګډون كوؤنكو مننه وكړه او خپله كاميابي يۍ د پاك پروردګار فضل او بيا د مور پلار د دعاګانو او د خپلو مشرانو چارواكو د مرستې مېوه وګرځوله
متعلقہ مضامین
-
Gwadar gets first set of solar system
-
KE completes first firing of 450MW generation unit
-
Sargodha University Sports Gala 2022 starts on Wednesday
-
Safepay and UBL to partner for acceleration of online payments
-
Zameen.com organizes property sales event in Lahore
-
Safepay and UBL to partner for acceleration of online payments
-
Safepay and UBL to partner for acceleration of online payments
-
GDA to support government on no-trust motion: Dr Fehmida
-
Constitutional amendment must for effective LG system
-
Pakistan Army wants world to ‘probe’ Indian missile fiasco
-
Mirpur-AJK stands atop for successfully securing Covid-19 vaccination target
-
Four FC men martyred, 10 injured in Sibi IED explosion