باغ 22مئی(اے پی پی)د كشمير چارو وفاقي صلاحكار قمرالزمان كائره وئېلي دي هند مقبوضه كشمير كښې د ډوميسائل قانون په خلاف ورزۍ كولو اكثريت په اقليت بدلوي٬ د جي 20 كنفرنس په شخړيزه منطقه كښې كول د نړيوال قوانين او ملګرو ملتونو قوانين خلاف ورزي ده٬د پاكستان خارجه وزير بلاول بهټو زرداري به په مقبوضه كشمير كښې د كنفرنس كولو په مهال درې ورځنې د آزاد كشمير دوره كولو سره نړيواله ورورولي د هند د ظلمونو نه خبروي٬هند په سرينګر كښې روان بربريت د نړۍ څخه پټولو لپاره په مقبوضه كشمير كښې په مېډيا بشپړ بندېز لګولے ٬په داسې حالاتو كښې د آزاد كشمير د مېډيا دوه ذمه واري دي چې هغوي د ځايې مسئلو سره د مقبوضه كشمير د بې ګناه اولس لپاره هم ښه غږ وګرځي ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده په باغ كښې د ډيجيټل مېډيا نوې منتخب عهديدارو سوګند دستورې ته د خاص مېلمه په توګه خطاب كولو په مهال كړې۔د كشمير چارو صلاحكار قمرزمان كائره ووئېل هند د 7 لسيزو څخه په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو سنګينې خلاف ورزۍ روانې ساتلې دي٬هند په مقبوضه كشمير كښې د تحريك آزادۍ پیښو لاندې كولو لپاره هره حربه استعمالوي٬د پاكستان خارجه وزير بلاول بهټو زرداري به د دورې په مهال ناوړه څېره د نړۍ په وړاندې بې نقابه كوي او د بې ګناه كشميريانو غږ به تر نړيوالې ورورولۍ رسوي۔ده ووئيل د آزاد كشمير اولس دې بلا تخصيص 23 مئي باندې باغ كښې د بلاول بهټو اولسي جلسه كښې ګډون وكړي٬ده ووئيل ټول ګوندونه دې د خپلو بېرغونو سره په جلسه كښې ګډون وكړي۔ده ووئيل هند مقبوضه كشمير كښې د ډوميسائل قانون په خلاف ورزۍ كولو اكثريت په اقليت بدلوي۔
متعلقہ مضامین
-
Various vehicles stranded near Pak-Iran border in heavy rainfall
-
Assistant Director gets bail in power abuse case
-
Afridi urges UN to play role in resolving Kashmir dispute
-
Maryam continuously attacking freedom of press: Gill
-
Lord Nazir Ahmed accused of sexual offences
-
Punjab govt fires 180 doctors over absence from duties
-
Nomad Gallery, Bestway Cement join hands to promote artworks
-
3 months ‘important’ for PTI govt: Imran
-
Lahore registers 28 more cases of Omicron
-
In Karachi, four family members injured in a gas explosion
-
Documentary highlights President’s leading role on national, int’l issues
-
Naveed Iqbal – a dutiful, courteous cop is no more