سیالکوټ 29 جنوري (اے پي پي)د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي چې د هېواد د معاشی تباهۍ ذمه وار عمران خان دې ، خدائې مه كړه ګه څه پېښه وشوه نو د هغې ذمه وار به عمران خان وي،د عمران خان په آصف علی زرداری بے بنسټه او د دروغو تورونو لګولو سخته غندنه كوو ځكه چې پاکستان پیپلز ګوند هغه ګوند دې كوم چې ترهه ګرغ په ضد جنګ كښې لوئ قربانۍ وركړې دي او تر دې چې بی بی شهیده هم د ترهه ګرۍ په جنګ كښې شهيده كړې شوي،د شهادتونو باوجود پاکستان پیپلز ګوند د تشدد لاره نه ده خپله كړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ يو خبري كنفرنس په مهال وكړه۔ده ووئيل د عمران خان په پخواني صدر آصف علی زرداری بے بنسټه تورونو سره سیاست كښې د اړي ګړي اندېښنه ده او خدائې مه كړه كه داسې څه وشو نو د هغې ټوله ذمه واري به په عمران خان لګولې شي۔ده ووئيل په آصف علی زرداری تورونه لګولو سره عمران خان په هېواد كښې انتشار خپرول غواړي، عمران خان د بیان سره د پیپلز ګوند لیډر شپ ته خطر رامخې ته كيدې شي،د عمران خان په سیاست كښې استعمال شوي تر اوسه ټول کارډز فیل شوې دي او اوس چې هغه كوم نوي لاره خپله كړي په هغې كښې به هم ناکامه كېږي ځكه چې دغه تن عمر له دروغ وائي۔ده ووئيل د عمران خان په قول وا فعل كښې ښكاره تضاد دې،هغه كله څه او كله څه وائي،د عمران خان په كوم هم خبره باور نه شي كيدلې۔
متعلقہ مضامین
-
Pakistani expatriates protest outside the ECP, demanding the right to vote
-
LNG reference against Khaqan Abbasi adjourned
-
IHC extends stay against Zardari’s indictment
-
Punjab reports 213 cases of dengue fever in a day
-
SC upholds disqualification of PML-N MPA
-
PM approves ERRA’s merger with NDMA
-
Chinese tech to help boost organic peach growing in Pakistan
-
Smog to engulf plain areas of Punjab: PMD
-
NAB chairman reviews progress on mega corruption cases
-
Pakistan to give nationality to foreigners living for seven years
-
PM to launch today point-based reward programme for overseas Pakistanis
-
Most Pakistanis believe country headed in wrong direction: survey