اسلام آباد 28 جنوري (اے پي پي) پاکستان په ډنمارك كښې د قرآن پاك د بے حرمتۍ پېښي سخته غندنه كړې ده۔د خارجه دفتر وياندي د اړخه جاري شوې پریس ریلیز كښې وئيلي شوې چې پاکستان په ډنمارك كښې د قرآن پاك د بے حرمتۍ احمقانه او جارحانه فعل سخته غندنه كوي۔ اسلام فوبیا ښکار كسانو د اړخه څو ورځي وړاندې په سویډن كښې هم دا ډول حركت شوې ؤ۔دې ووئيل دا ډول مکروه فعل تکرار سره په ټوله نړۍ كښې د مسلمانانو په ذهنونو كښې دا شك پيدا شوې چې مذهبی منافرت خپرولو او د تشدد راپارولو لپاره د رايو څرګندوني آزادۍ ښكاره استحصال کیږي۔ وياندي ووئيل دا ډول ناوړه حرکت په قانونی فریم ورك هم سوالیه نشان دې۔دې ووئيل دا په يو داسې وخت كښې كله چې د امن لپاره د مذهبونو ترمينځه همغږۍ او شريك احترام ته اړتيا ده۔ دې ووئيل نړيواله ورورولي د كركي خپرونكو څخه سترګي نه شي اړولې۔دې ووئيل پاکستان د خپل موقف پخلې كوي چې د رايو څرګندوني آزادۍ د ذمه وارو سره تړلې ده۔ پاکستان دا هم مني دا د حكومتونو سره سره د نړيوالي ورورولۍ هم ذمه واري ده چې دې ډول نسل پرستانه او اسلام په اړه د كركي وړ کارروائیو مخنيوي وكړي۔دې ووئيل پاکستان خپل تحفظات د ډنمارك چارواكو ته رسولې دي ۔ پاکستان په ډنمارك زور راوړي چې د پاکستان اولس او ټولي نړۍ مسلمانانو د جذباتو خيال وساتي او په سباؤن كښې دا ډول د كركي وړ او اسلاموفوبیك کارروائیو مخنيوي له ګامونه پورته كړي۔
متعلقہ مضامین
-
Minister criticizes PDM leadership for misleading people
-
Int’l conference on Cyber Warfare & Security on Nov 23
-
82 new day care centres being set up in Punjab cities
-
‘A sustainable environment protection plan is need of the hour’, says PM
-
ASI martyred in Peshawar after unidentified men opened fire on him
-
Pak Army to defend motherland at all costs, says COAS
-
Overseas Pakistanis thank Imran Khan, Zulfi Bukhari for overseas voting rights
-
Man sentenced to death in murder case
-
India cannot hold Kashmir on gun point: Mehbooba
-
KP CM inaugurates up lift projects in Batagram
-
GCU, Turkish university sign accord for collaboration
-
Lt Gen Nigar becomes first-ever female Col Commandant of AMC