اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) د قطر امير شېخ تميم بن حمد الثاني وزيراعظم عمران خان سره تېره ورځ ملاقات كړے چې پكښې دواړو مشرانو په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې مرستې زياتولو په موقعو خبرې كړې دي۔ د قطر امير د وزيراعظم عمران خان په بلنه په دوه ورځنې دوره د خالي په ورځ پاكستان ته راغلې و چې ورسره وزيرانو او د لوړې كچې پلاوې هم موجود و۔ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د پلاوو په كچه مذاكرات هم وشول۔ د پلاوو په كچه په مذاكراتو كښې وزيراعظم عمران خان د پاكستاني پلاوي او د قطر امير شېخ تميم بن حمد الثاني د خپل پلاوي مشري وكړه۔ د پلاوو په كچه په ملاقات كښې خارجه وزير شاہ محمود قریشی، د توان وزیر عمر ایوب، د هوابازې وزیر غلام سرور خان، د بحري چارو وزير علی زیدی، د وزیراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستياله ډاكټر فردوس عاشق اعوان، د وزيراعظم د سمندر پورې پاكستانيانو خاص مرستيال ذوالفقار بخاري٬ د خزانې سلاكار عبدالحفيظ شېخ او د تجارت سلاكار عبدالرزاق داؤد وزيراعظم سره وو۔ دواړو هېوادونو د شريكې مرستې په اړه د تفاهم يو شمېر يادښتونه لاسليك كړل۔
متعلقہ مضامین
-
FWMC helpline 1139 active for registration of complaints
-
LHC orders for fixing pleas against Hamza election on 20th
-
CRBC to transform the agriculture economy of Southern KP: Jhagra
-
Electoral rolls put up at Display Centres
-
Imran Khan demands more personnel from GB CM for personal security
-
Markets to shut at 8:30pm
-
WhatsApp will stop working on these mobile phones soon
-
President approves 10% raise in salaries, allowances of SC, HC judges
-
Seven arrested over setting forest ablaze in Swat
-
South Africa president lashes ‘dirty tricks’ in burglary scandal
-
LHC seeks Centre’s reply on prolonged load shedding
-
KP govt employees welcome 15pc raise in salaries