اسلام آباد 17 جون (اے پي پي﴾ اولس مشر ډاكټر عارف علوي په منطقه كښې امن او اقتصادي خوشحالې لپاره زر تر زره د كشمير شخړې په هواري زور راوړولو سره وئيلي دي پاكستان په افغانستان كښې د امن هڅو او د هېواد د بيا رغونې د عمل پوخ ملاتړ كوي۔ ده دا خبرې د آسټراليا موده ترسره كونكې هائي كمشنرې مارګرېټ اېډمسن سره خپلو خبرو كښې وكړې كومې چې د ګل په ورځ په ايوان صدر كښې اولس مشر سره الوداعي ملاقات كولو۔ اولس مشر هائي كمشنرې ته په پاكستان كښې خپله موده په كاميابې پوره كولو مباركي وركړه او وې وئيل پاكستان او آسټراليا ښې اړيكې لري او د دواړو هېوادونو د اولس په ګټه د دې روابطو لا قوي كولو ضرورت دے۔ ده د پاكستان او آسټراليا ترمېنځه د پارلماني روابطو ضرورت په ډاګه كړو۔ اولس مشر ډاكټر عارف علوي ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه شريك تجارت ته د ودي وركولو صلاحيتونو سره هم آهنګ نه دے۔ ده ووئيل بايد دواړه هېوادونه د اوسني اداراجاتي نظام د لارې خپل تجارت لا زياتولو لپاره اقدامات وكړي۔ ده د كركيلې٬ انجينئرنګ٬ توان٬ نينو بائيو ټېكنالوجې٬ داروګانو٬ نرسنګ او د روغتيا په څانګو كښې د آسټراليا د كمپنو لخوا د شريكو پروژو هركلې وكړو۔ د آسټراليا هائي كمشنرې په پاكستان كښې په ښه وخت تېرولو د پاكستاني حكومت او اولس مننه وكړه۔ هغې د ژوند په بېلا بېلو څانګو كښې په آسټراليا كښې د پاكستانې ټولنې خدمات او مثبت كردار ستائيلو سره ووئيل آسټراليا د روغتيا٬ كركيلې٬ِ تعليم پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې پاكستان سره مرستې كولو ته تياره ده۔ هغې په هېواد كښې د ترهګرې
متعلقہ مضامین
-
Sanaullah to be indicted in drugs case on June 25
-
Two new ECP members take oath
-
Adamjee Life and Sindh govt provide health facilities for heatwave affected people
-
KP CM hands over cheques to bar associations
-
No amendment deprives expats of voting rights: IHC
-
Tarar condemns Imran’s statement, says Imran lost senses after losing power
-
Pakistan’s stance on Kashmir unwavering, says NA speaker
-
Pakistan dispatches second consignment of humanitarian aid to Ukraine
-
World must ensure urgent actions on post COVID-19 recovery: Sherry
-
Pakistan & Turkey ‘one nation, living in two countries’ says PM
-
SAFMA concerned over economic meltdown, political crisis in country
-
India devises another nefarious plan of mass genocide in IIOJK: Wani