پېښور 07 اپرېل (اے پی پی) د خېبر پختونخوا اعلی وزير محمود خان په مشرۍ كښې غونډه كښې د خېبر پختونخوا د نوي لوكل ګورنمنټ سسټم په اړه د مجوزه بل مسودې ته حتمي شكل وركړې شو او د بل د روانې مياشتې تر 16 مې نېټې صوبائي كابينې ته د وړاندې كولو پرېكړه وشوه۔ اعلی وزير په دې لړ كښې د ټولو لوازماتو تندۍ سره بشپړولو هدايت وكړو۔ په دې لړ كښې تېره ورځ په وزیراعلیٰ هاؤس پېښور كښې غونډه وشوه كومه كښې چې د وزيراعظم صلاكار شهزاد ارباب، د خزانې صوبائي وزير تېمور سلیم جھګړا ، د وزیراعلیٰ صلاكار ضیاء اﷲ بنګش، چیف سېکتر سلیم خان، ایډیشنل چیف سېکترر شهزاد بنګش او نورو اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔ غونډې ته اعلی وزير ووئيل د پي ټي آئي پخواني صوبائي حكومت د بلدياتي حكومتونو د نظام د لارې اختيارات كوزې كچې ته منتقل كولو سره ځائي خېر ښېګړې او پرمختګ له عملي ګام پورته كړو چې مقصد ئې د اولسي مسئلو په ځائې كچه حل كول او دوئي د پرېكړې كولو په عمل كښې ګډول دي دغسې چې دوئي د خپل پرمختګ منصوبه بندي په خپله وكړې شي۔ ده ووئيل د پي ټي آئي صوبائي حكومت د ټولې صوبې يو ډول پرمختګ غواړي۔ په خاص توګه نوې ضلعې او وروستو پاتې سيمې پورته كول د حكومت په ترجيحاتو كښې شامل دي۔هم دغه سبب دې چې د نوې ضلعو په شمول ټولې صوبې له د ځائي حكومتونو يو ډول نظام راوړلې شي۔ د روانې مياشتې په مهال كابينې څخه منظورېدو نه وروستو به دا بل صوبائي اسمبلۍ ته وړاندې كولې شي
متعلقہ مضامین
-
School bus overturns in Arifwala while driver on phone
-
Imran culprit behind economic catastrophe, inflation: Marriyum
-
Ahsan pledges early completion of incomplete projects in Gwadar
-
Police arrests suspects involved in Lahore’s Anarkali blast
-
Imran urges SC to hear Sharifs’ corruption cases now
-
33 criminals held with drugs, weapons
-
Coalition strives to resolve multiple issues: Marri
-
Motorway police urge transporters to avoid over-speeding amid heatwave
-
Wasay urges establishing NADRA offices in remote areas of Balochistan
-
Govt initiates work on electoral reforms
-
World’s deafening silence over Yasin unfair trail deplorable: Mushaal
-
IPC minister in Uzbekistan to attend SCO Summit