اسلام آباد 24 جنوری (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير شاہ محمود قریشی وئيلي دي په بيړه رامخې ته كيدونكو نړيوالو بدلونونو كښې مونږ ګڼو چيلنجونو سره مخ يو، زمونږ سفارتکارو له به د دغې چيلنجونو مقابله كول وي۔ مونږ له به معاشی سفارتکارۍ او د سفارتکارۍ نوو اړخونو ته پام لرنه كول وي۔ د زيارت په ورځ فارن سروسز اکیډېمی كښې 38م سپیشلائزډ ډپلومېټك ټریننګ کورس كښې شاملو افسرانو ګریجویشن دستورې ته خپل خطاب کښې خارجه وزير ووئيل په بيړه رامخې ته كيدونكو نړيوالو بدلونونو كښې پاكستان لپاره چې چرته موقعې شته هلته مونږ ګڼو چيلنجونو سره هم مخ يو۔ زمونږ سفارتکارو له به د دغې چيلنجونو مقابله كول وي۔دستوره كښې خارجه سيكترې تهمینه جنجوعه ،د اكيډېمي پخواني ډی جی ، ریټائرډ سینئر سفارتکارو،د اسلام آباد د تعلیمی ادارو نمائندګانو او تربیه بشپړونكو افسرانو او د هغوي كورنيو ګډون وكړو۔ خارجه وزير کامیابۍ سره تربيه بشپړونكو نوو افسرانو له مبارکي وركړه او د هغوي د فارن سروس آف پاکستان په برخه ګرځيدو ئې هركلې وكړو۔ده ووئيل زمونږ سفارتکارو له به سيمه ايزه او په نړيواله كچه د موجودو تجارتی اقتصادی موقعو څخه نړۍ خبرولو له هلې ځلې كول وي۔ مونږ د خپلو سفارتکارو په صلاحیتونو بشپړه باور لرو۔ خارجه وزير ووئيل زه باور لرم چې زمونږ سفارتكار به د زړه نه د قام او هېواد خذمت وكړي۔مونږ فارن سروس اکیډېمی د تکنیکی او تربیې اسانيو پھ لحاظ لا ښه كولو له چمتو يو۔خارجه وزير ووئيل پاکستان ښه سفارت کار پیدا کړې خو نن مونږ ګڼو چيلنجونو سره مخ يو د كومو به چې مخنيوي كول وي ۔ خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی د تربيې پھ مهال د ښې كاركردګۍ په څركندونه كولو افسرانو له شیلډز او سندونه وركړل او د اکیډېمی په وزیټرز بك كښې ئې
متعلقہ مضامین
-
Healthcare services quality in hospitals being monitored: minister
-
40pc of children in Pakistan suffer from obesity
-
Opp exposing itself by indulging in politics of anarchy: Buzdar
-
Sultan lauds humanitarian services of expats
-
Shortage of ventilators kills newborns in Sindh
-
Reference against Zardari, Gilani adjourned till Mar 14
-
Govt to complete its constitutional term: Khawar
-
DRAP approves API policy to make pharma industry on a par with global standards
-
Donald Blome to be next US envoy to Pakistan
-
Ehsas Ration Concession Program starts at utility stores
-
Bike-lifter gang busted, 26 motorcycles recovered
-
CM condemns blast at mosque