اسلام آباد 18 جنوري (اے پي پي) د منصوبه بندې٬ پرمختګ٬ اصلاحاتو او شمارياتو وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار وئيلي دي چې د پوليو مكمل خاتمې او فالو اپ لپاره نور دوه كاله پكار دي٬ د دې رنځورې خاتمه په قومي ترجيحاتو كښې شامله ده او په دې مكمل قابو موندلو لپاره د جامع منصوبه بندې ضرورت دے۔ ده دا خبرې تېره ورځ د سي ډي ډبليو پي په غونډه كښې وكړې۔ په غونډه كښې د نېشنل هېلتھـ سروسز وزارت لخوا د پوليو خاتمې په اړه د 986 مليونه ډالرو د لګښت نظرثاني شده منصوبه وړاندې كړې شوه د كومې مقصد چې په هېواد كښې د پوليو خاتمه باوري كول دي۔ د منصوبه بندې٬ پرمختګ٬ اصلاحاتو او شمارياتو وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار په دې پروژه خبرې كولو سره ووئيل چې د پوليو خاتمه د حكومت په ترجيحاتو كښې شامله ده۔ ده ووئيل چې د دې رنځورې خاتمې لپاره دې هر ډول ممكنه اقدامات وكړے شي۔ دا منصوبه حتمي منظورې لپاره اېكنك ته ولېږل شوه۔ تېره اونې د سي ډي ډبليو پي په غونډه كښې د دې منصوبې عبوري منظورې وركړې شوې وه۔
متعلقہ مضامین
-
DSP among three killed in Quetta blast
-
Police arrests robber gang
-
Fawad wants opposition’s presence in stadium to strengthen revival of int’l cricket
-
Police crack down on kite flyers, dozens held
-
Pak vs Aus: Faheem, Hassan and Haris included in Test squad
-
IHC clubs identical petitions against PECA
-
16 cases registered over illegal wheat transportation
-
Steps being taken for promoting education in Balochistan: minister
-
Opposition’s claims, deadlines against govt. bite the dust: Fawad
-
Changing mindsets vital to achieve gender equality: Chairperson NCRC
-
Operation against criminals continues
-
IG Punjab takes notice of killings in Gujrat