اسلام آباد 07 جنوری (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات وفاقی وزیر مخدوم خسرو بختیار وئيلي دي حکومت د ذخیرہ اندوزۍ او منافع خورۍ مخنيوي، د نرخونو څارنې د لارې د ټولنې لاندې طبقو له اسانيو وركولو له لوظي دے۔ وفاقی وزیر د ګل په ورځ اسلام آباد كښې د شماریات ډویژن د اړخه د پریزنټېشن مشري كوله۔ د شماريات سیکترې مس شائسته سهیل پر یزنټېشن وركړو چې پكښې د وزارت سینئیر چارواكو هم ګډون وكړو۔دا خبره د ذکر وړ ده وزیراعظم مخدوم خسرو بختیار له په 12دسمبر2018ء د شماريات وزارت اضافی چارج وركړې ؤ۔ وفاقی وزیر ته وئيلې شول اګست 2018 راهسې د خوراك څښاك ضروری څيزونو كښې افراط زر يو فیصد څخه هم كم ؤ۔ وفاقی وزیر د شماریات ډویژن ته سپارښټنه وكړه چې د نرخونو ښكاره تعین له دې د ضروری څيزونو د نرخونو ډیټا د زيارت پھ ورځ په ځائې د هر ګل په ورځ راجمع كړې شي۔ وفاقی وزیر ووئيل د کم مارکیټ انفارمېشن په وجه ذخیرہ اندوزۍ او منافع خورۍ زياتېږي ځكه پھ هېواد كښې د ټولو اسټيك هولډرز ٬مارکیټ کمېټیز او ضلعی انتظامیې ترمينځه نزدې مرستې ته اړتيا ده۔ وفاقی وزیر ووئيل د ضروری څيزونو د بيعو په اړه اولس له معلومات وركولو لپاره د ميډيا كارولو ته اړتيا ده او ډير زر به په دې اړه د اطلاعات وفاقی وزیر سره ملاقات وكړې شي۔ د شماريات سيكترې ووئيل پی بی اېس د نړيوال معیار له مخې شميرې راجمع كوي
متعلقہ مضامین
-
638 out of 671 public complaints resolved: DG
-
Pakistan safely evacuates 2,400 students, families from Ukraine
-
Pak-Afghan border still closed two days after clash
-
Over 1.2m people fully vaccinated against Covid-19
-
Pakistan hands over 3600 metric ton wheat seed to Afghanistan
-
Fawad slams Shehbaz for getting another adjournment in money-laundering case
-
Court defers indictment of Sindh CM
-
PTI confirms contact between Imran, Tareen
-
PM’s relief package is wise decision for poor people: Tarin
-
Sanjrani seeks to bolster ties with African countries
-
IG Punjab calls for intensifying operations against drug peddlers
-
Cabinet okays third tax amnesty