نيويارك 10 نومبر(اے پي پي) په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان سفيرې مليحه لودهي وئيلي دي چې بايد ملګري ملتونه د يووالي نظام څخه ګڼ اړخيزه نظام ته د زياتېدونكي خطر له امله په ټوله نړۍ كښې د امن نظام لپاره د محرك په توګه كردار ترسره كړي۔ په سلامتي كونسل كښې د ګڼ اړخيزه نظام په اړه په بحث كښې د پاكستان سفيرې مليحه لودهي ووئيل چې د ملګرو ملتونو په قواعدو عمل كول زما د هېواد د خارجه پالېسې بنيادي عنصر دے۔ هغې ووئيل چې د ملګرو ملتونو په منشور كښې د شخړو سوله ايز حل٬ د مداخلې نه كولو٬ د هېوادونو برابرې او د دوي خپلواكې لپاره چې كوم اصول وضع كړې شوي دي٬ هغه ډېر مهم دي۔ هغې ووئيل چې پاكستان د دې مقاصدو ترلاسه كولو لپاره په ملګرو ملتونو كښې د اصلاحاتو پوخ ملاتړ كوي۔ پاكستانې سفيرې عامې بهترې لپاره د شريكو اهدافو ترلاسه كولو په هڅو كښې د ملګرو ملتونو د هڅو ستائنه وكړه۔ هغې ووئيل چې ملګرو ملتونو د تېرو 70 كلونو په مهال امن او سلامتيا او شريك پرمختګ ته په نړيواله كچه وده وركړې خو لا اوس هم په دې لړ كښې د نړيوالې مرستې ضرورت دے۔ غونډې ته د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوئټرېس هم وېنا وكړه۔
متعلقہ مضامین
-
Foreign exchange rates
-
COVID claims three more lives in Hyderabad
-
Kharian-Rawalpindi Motorway to open new avenues of development: Fawad
-
SC suspends LHC order
-
Maritime Affairs minister calls on FM
-
India implementing evil plan of ‘slow genocide’ in IIOJK: Afridi
-
PHC Abbottabad bench suspends ban on construction in hilly areas
-
CM Balochistan and British High Commissioner discuss issues of Province
-
LUMS VC named International Educator of the Year
-
Teams formed to nab tax defaulting vehicles: Chawla
-
Third LNG terminal likely to be operational next year: Hammad
-
SBP receives $1.053b tranche from IMF