اسلام آباد 15 اکتوبر (اے پي پي) د صحت وفاقي وزير عامر محمود کیاني وئيلي دي حكومت ماشومان له د صحت مند سباٶن وركولو لپاره عزم لري ٬ خوندي او صحت مند سباٶن د موشامانو حق دے ٬ صحت مند او محفوظ پاكستان لپاره اقدامات كول زمونږ د ټولو ذمه واري ده۔ دا خبرې وفاقي وزير شري نه د بچ كېدو كمپائن پرانستې دستورې ته وېنا كښې وكړې۔ وفاقي وزیر ووئيل شري يو خطري رنځ دے ځكه چې دا په ټولنه كښې د يو ماشوم نه بل ته ډېر زر منتقل كېږي ٬ځكه د دې مخنيوي لپاره ګامونه پورته كول ډېر ضروري دي۔ ده ووئيل پاكستان په 13-2011 كښې د شري وباء سره مخ ٶ چې مخنيوي لپاره ئي په كال 15-2014 كښې په قامي كچه د شري په ضد ملي كمپائن پېل كړې شوې ٶ دغسې چې د دې رنځ مخه ونيولې شي۔ وفاقې وزير ووئېل ھغه هېوادونو كښې قامي كمپائن چلولې كېږي چرته چې د دې وباء خپرېدو اندېښنه وې او په دې تناظر كښې پاكستان كښې د نن نه د شري په ضد ملي كمپائن پېل كوٶ او هيله لرو چې ډېر زر به په دې رنځ قابو ومومو
متعلقہ مضامین
-
Areeba Habib dresses up as a Mayun bride in marigold: Watch video
-
Award ceremony for youth paintings competition held
-
Ehsaas enrolls 6.44 million children countrywide: Dr Sania
-
CPNE concerned over framing of charges against journalists
-
Imran sees no threat to PTI government
-
Gold price surges to Rs103,500 per 10g
-
‘Mini-budget’ at a glance
-
FBR’s tax collection for first half rises by 32.5%
-
Justice Bandial to be next CJP as Justice Gulzar will retire on Feb 2
-
Hammad Azhar hopes inflation will plummet this year
-
PNS TABUK visits Oman during overseas deployment
-
Man stabs mother to death in Karachi