اسلام آباد 10 اګست (اے پي پي)د پاكستان تحريك انصاف وياند فواد چوهدري د دې هيلې څرګندونه كړې چې د اګست په اتلسمه نېټه به د پي ټي آئي د حكومت جوړېدو عمل بشپړ شي٬ نوي ټاكلي شوي غړي به په 13م اګست پارلمان كښې سوګند پورته كوي او په دغه ورځ به د سپيكر او دوهم پسيكر ټاكنه كېږي۔ د تحريك انصاف چیئرمېن عمران خان به قامي اسمبلۍ څخه د وزيراعظم منتخب كېدو نه پس په 18م اګست په ايوان صدر كښې د خپلې چوكۍ سوګند پورته كوي۔ ده ووئيل د وفاقي كابينې پحقله تر اوسه كومه حتمي پريكړه نه ده شوې۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل عمران خان به د منسټر انكيو رنګ روغن او ښكلا د روان كار په سوب په پنجاب هاٶس كښې قيام كوي۔ د تحریك انصاف لارښود فېصل جاوېد ووئيل عمران خان هند څخه پخوانو لوبغاړو سنېل ګواسكر٬ كپيل ديو او نوجوت سنګھ سدهو ته د سوګند پورته كولو دستوره كښې د ګډون كولو بلنه وركړې ده۔ ده ووئيل عمران خان د ټېسټ او ون ډے نړيوال لوبغاړو ته چې پكښې د هند لوبغاړي هم شامل دي د ګډون كولو بلنه وركړې بلكې خپله كپتانۍ كښې په كال 1992 كښې ورلډ كپ ګټونكو لوبغاړو چې پكښې جاوېد میانداد، وسیم اکرم، رمیز راجه، انضمام الحق، مشتاق احمد، معین خان او عاقب جاوید شامل دي هم رابللې دي۔ ده ووئيل د وخت د كمي په سوب د سوګند پورته كولو په دستوره كښې غېر ملكي شخصياتو ته بلنه ورنه كړې شوه۔ ده يو پوښتنې په ځواب ده ووئيل تحريك انصاف مشر ټولو ګاٶنډي هېوادونو سره د نزدو اړيكو خوښي لري۔ ده ووئيل د پاكستان او هند ترمېنځه د دوه اړخيزه اړيكو بهتري د ټولې منطقې په ګټه ده
متعلقہ مضامین
-
Authority to teach youth about Seerat-un-Nabi: Qadri
-
Electoral rolls verification drive starts
-
T20 World Cup: Pakistan make it five wins in a row
-
Australia to tour Pakistan for first time in 24 years: Pakistan Cricket
-
NCOC records 9 coronavirus deaths, 449 new cases in a day
-
Two arrested after girl’s body found dumped in Metro station washroom
-
Pakistan’s position far better than rest of world due to effective strategy against coronavirus
-
Zardari seeks exemption from IHC in New York property case
-
Buzdar for sparing no effort against dengue
-
Policeman gunned down in Kasur
-
India sends thousands more troops to IIOJK
-
COVID-19 claims 9 more lives in last 24 hours