سانيا/ چين 08 اپریل (اے پی پی) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي آسيا لپاره باؤ فورم كلنه غونډه كښې ګډون لهد اتوار په ورځ چين ته رسيدلې دې٬ د سانیا د سی پی پی سی سی قائمه کمېټۍ غړي یان ژاؤ جوان د وزیر اعظم هركلے وكړو۔ خارجه وزير خواجه محمد آصف٬د كورنيو چارو وزير احسن اقبال او د برېښنا وفاقي وزير اويس احمد خان لغاري هم وزيراعظم سره ملګري دي۔ د وزیر اعظم آفس لخوا جاری شوې پریس ریلیز له مخې وزیر اعظم شاهد خاقان عباسی به اسياﺀ لپاره باؤ فورم كښې د 8 نه تر 10اپریل د چین هنان صوبې باؤ ښار كښې كيدونكې فورم كلن کنفرنس كښې د پاکستانی پلاوي مشري كوي ٬ وزيراعظم به باؤ فورم ته خطاب او د چين اولس مشر شي جن پنګ سره ملاقات كښې هغه سره پھ دوه اړخيزه٬سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه كوي۔سږ كال د فورم سرخط”لويې څوكالۍ لپاره آزاد او اختراعي آسيا”اېښودې شوې۔فورم ته به د آسټرېليا اولس مشر اليګزينډر وان ډير بيلين٬د فلپائن اولس مشر روډ ريګوډ يوټرټ٬ د منګوليا وزيراعظم يوخاجن كورل سوك٬د هالينډ وزيراعظم مارك روټ٬د سنګاپور وزيراعظم لي سين لونګ٬د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انټونيو ګوئټرېش او د نړيوال مالياتي فنډ منيجنګ ډائرېكټر كرسټيان لاګارډ خطاب كوي۔فورم ته خطاب كونكې لارښود به د دوه اړخيزه٬ګڼ اړخيزه مرستې٬په ښه حكمرانۍ٬معيشت او تجارت پھ اړه د مهمو چارو جاج اخلي او په هغې به د خيالاتو څرګندونه كوي۔د چين اولس مشر شي جن پنګ به فورم ته خطاب كښې د چين معيشت لا آزادولو په اړه د اقداماتو اعلان هم كوي۔هيله ده فورم كښې به 200 څخه زيات مندوبين ګډون كوي۔فورم به وزیر اعظم ته د چین۔پاکستان اقتصادی راهدارۍ (سی پیك) پروژو په کامیابۍ سره عملدرآمد په اړه د پاکستان پیش رفت څخه نړۍ خبرولو موقع وركړي۔ دا دوره به د سيمې سره سره نړيوال تناظر كښې د پاکستان کامیاب اقتصادی شراکت دار په توګه رامخې ته كولو كښې مرستياله وګرځي۔
متعلقہ مضامین
-
MoHR organises awareness workshop
-
PML-N will protest against NAB ordinance: Rana Sanaullah
-
Senior US diplomat Wendy Sherman to reach Pakistan today
-
NAB performance in last four years
-
Pakistan asks world to ‘engage’ with Taliban
-
Sardar Sikander Hayat Khan laid to rest
-
EFU Life selects Rehability UK as partner for virtual health care
-
Double shift extended to 180 more schools in KP
-
Crisis deepens as 14 MPAs file no-trust motion against Jam
-
Graana.com partners with SBP to host overseas Pakistanis in Dubai
-
Covid-19 national positivity ratio plummets below 2%
-
IMF forecasts Pakistan’s real GDP to grow at 4% in FY22