اسلام آباد 13 ستمبر(اے پی پی)د وزيراعظم د پوليو فوكل پرسن عائشه رضا فاروقي وئېلي دي چې د هېواد د 66 ضلعو په ماحولياتي نمونو كښې د پوليو وائرس موجود دے٬د پوليو مخ نيوي كمپائن په كاميابۍ سره روان دے او د ټول هېواد په 115 ضلعو كښې 3 كروړ څخه زياتو ماشومانو ته حفاظتي ويكسين وركولې كېږي۔د جمعې په ورځ د روغتيا وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې عائشه رضا فاروق ووئيل چې په پوليو وائرس قابو موندلو لپاره د پوليو مخنيوي كمپائن په كاميابۍ سره روان دے۔ د دې كمپائن په مهال د ټول هېواد په 115 ضلعو كښې 3 كروړه 30 لكه ماشومانو ته حفاظتي ويكسين وركولې كېږي۔ ده ووئيل د وفاق او صوبائي حكومتونو مشاورت سره د پوليو خاتمې حتمي پلان جوړ كړے شوے۔ د پلان له مخې ستمبر٬اكتوبر او دسمبر كښې د 3 كمپائن د لارې د وائرس خپرېدو مخ نيوي منصوبه تيار كړې شوې ده۔ ده ووئيل چې دا مهال د 66 ضلعو په ماحولياتي نمونو كښې د پوليو وائرس موجود دے۔ د درې لويو كوالټي كمپائنز د لارې به د دې وائرس خپرېدل محدود كړې شي۔ دې ووئيل د ستمبر كمپائن كاميابۍ سره ترسره كېدل زيات ضروري دي۔ پاتې ماشومان به په رارونو درې ورځو كښې كور كړے شي۔ دوه نور كمپائن به او اكتوبر او دسمبر كښې كولې شي۔ په يخ موسم كښې به سائنټېفک حکمت عملۍ سره ددې خاتمه وكړؤ او تر جون 2025 به غوره تګلارې سره په پوليو قابو ومومؤ۔
متعلقہ مضامین
-
2 dead in Peshawar Aerial firing celebrating Pakistan’s Victory in Asia Cup
-
Fire erupts at Nine Zero
-
Chiq brand distributes relief items among flood affected people
-
Court extends Imran’s bail in vandalism case
-
Miftah overtook Dar showing pathetic economic performance: Cheema
-
Senate interior committee takes notice of Afghan fans desecrating Pakistan flag in Islamabad
-
Mushaal seeks world support against Modi’s evil plan
-
13 people die in flood-hit areas of Rajanpur
-
Pakistan Railways utilizes all resources to restore services in flood-hit areas
-
Gold rate in Pakistan today on, 12 September 2022
-
Punjab governor presents cash award to position holder student
-
Police claim to have busted gangs of bandits