اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي)د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان وئېلي دي حكومت ځايې صنعتكارو ته آسانۍ وركول غواړي٬د ځايې صنعت ودې او مخې ته شوو مسئلو حل كولو لپاره سنجيده هڅې كوو ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ پاكستان ليدر اينډ فټ ويئر كونسل استازو سره د غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه ۔د تجارت وفاقي وزير ووئيل د نن ملاقات بنيادي مقصد د كونسل بيا تشكيلول دي او دا فعاله او موثر جوړول دي۔وفاقي وزير ووئيل حكومت ځايې صنعت كښې باور پیدا كولو او مرستې وركولو لپاره عزم لري۔په دې موقع د پاكستان ليدر اينډ فټ ويئر كونسل چيئرمېن چوهدري ذوالفقار حيات د وفاقي وزير وژن وستائېلو۔ده ووئيل د كونسلو خپلواكه جوړولو څخه د سوداګرې ورورولۍ او صنعت ډاډګيرنه شوې۔ذوالفقار حيات ووئېل په وړومبي ځل يو وزير په حقيقي توګه دا كونسلونه خپلواكه جوړولو په اړه فكر لري۔ده ووئيل د كونسلونو لپاره د يو سېكرټرېټ جوړولو ضرورت دے كوم ته چې د تجارت وزارت لخوا بشپړه مرسته ترلاسه وي او د سباؤن اقدامات مخ په وړاندې بوتللو لپاره د يو بلټ ان ميكانزم سره كار وكړي۔
متعلقہ مضامین
-
Floods damage bring havoc to road infrastructure
-
Asad visits flood affected areas, distributes food packages
-
Pakistan army postpones defence day ceremony at GHQ due to floods: ISPR
-
Javed Latif demands arrest of Shaukat Tarin
-
Imran challenges FIR against him
-
Elahi, Moonis discuss political situation, flood victims rehab with Imran
-
Imran petitions SC against NAB law amendments
-
Pakistan to battle health threats: WHO
-
Floods in Pakistan: France will provide emergency relief to flood victims
-
FFC chairman says govt should construct more dams
-
PAF dedicates maximum resources for operations in flood-hit areas
-
Proposal under consideration for access to Model Prison Islamabad through Motorway