اسلام آباد 26 مارچ (اے پی پی) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي د پاك چين ملګرتيا ته د زيان رسوونكو ناوړه هڅې به كاميابې ته ورنه كړو٬د ترهه ګرۍ ناسور تر خاتمې به د دې په ضد جنګ روان ساتلے شي٬حكومت به د بشام پیښې اعلٰی كچ او زر پلټنې كولو سره ذمه وارو او سهولت كارو ته سخته سزا وركوي۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف په اسلام آباد كښې د چين سفارتخانې دوره وكړه او د چين پاكستان كښې سفير سره ئې بشام كښې د ترهه ګرۍ په بريد كښې د 5 چينائي وګړو په وژنه د غمرازۍ څرګندونه وكړه ۔په دې موقع خارجه وزير اسحاق دار٬داخله وزير محسن نقوي٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ او د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي هم د وزيراعظم سره ملګري وو۔وزيراعظم ووئيل زما پشمول د ټول قام همدردۍ د چينائي وګړو كورنيو سره لپاره دي٬د پاكستان حكومت به د پیښې اعلٰی كچ او زر پلټنو كولو سره ذمه وارو او سهولت كارو ته سخته سزا وركوي۔د چين سفير سره په خبرو كښې وزيراعظم د چين صدر او چين وزيراعظم لپاره د پېښې په اړه د غمرازۍ پېغام هم وركړو ۔وزيراعظم ووئيل د پاك چين ملګرتيا ته زيان رسوونكو ناوړه هڅې به كاميابې ته ورنه كړو٬د سي پیك دښمنانو يو ځل بيا داسې بزدلانه حركت څخه د دې متزلزل كولو سازش كړے خو دښمن به خپل ناپاك عزائم كښې چرته هم كامياب نه شي٬ د ترهه ګرۍ ناسور تر خاتمې به د دې په ضد جنګ روان ساتلے شي۔دغسې د چين سفير د وزيراعظم سفارتخانې ته په تګ او د پیښې پلټنو كښې په ذاتي خوښۍ لرلو مننه وكړه او د وزيراعظم د پاك چين ملګرتيا په اړه ئې د عزم ستائنه وكړه۔
متعلقہ مضامین
-
د ډسټری بیوشن کمپنیو لپاره د 2413.76 کلومېټره ټرانسمیشن لائن لګولو هدف مقرر شوې
-
د شاہ محمود قرېشی بشکېك كښې پاكستانيانو ته وېنا
-
د شريكو ګټو د كونسل ﴿نن﴾ كېدونكې غونډه وځنډول شوه
-
اولس مشر ډاكټر عارف علوي سره د آسټراليا موده ترسره كونكې هائي كمشنرې مارګرېټ اېډمسن ملاقات ٬
-
د سلطنت شريفيه د سزا شوې شاهزادګۍ او د سلطنت زرداريه د ولي عهد لخوا په رائيونډ محل كښې اجتماع جمهوريت سره هېڅ تعلق نه لري۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان
-
فاطمه جناح پارك كښې د يو اے اي په مرسته د جومات د بنياد تيګه كېښودلې شوه
-
نېب خپلواكه اداره ده٬ حكومت نېب د خپل ځان تابع كولې نه شي
-
پاکستان د كركې پېدا كوٶنكو وېناګانو مخنيوي لپاره د ملګرو ملتونو د نوې لائحې او پلان آف اېكشن لپاره د مرستې څرګندونه
-
تر څو چې د قومي دولت لوټ كوونكو نه لوټ شوې دولت بېرته نه وي ترلاسه كړې شوې٬ د معيشت لوظنامه به نه كېږي۔ د رېلوے پارلماني سېكتر فرخ حبيب
-
د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې د وفاقي حكومت د معاشي پالېسو نتيجې راوځي
-
د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان خبري كنفرنس ته وېنا
-
چينائي كمپني به پاكستان كښې د 2 ملينه ډالرو سرمايه كاري كوي۔ د ګوانګ زو رونګشين ټرېډنګ كمپنۍ چيئرمېن ايوان جيانګ د فېډمك چيئرمېن مياں كاشف اشفاق سره اېم او يو لاس ليك كړه