اسلام آباد۔13دسمبر(اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي د زینب الرټ رسپانس اېنډ ریکوري اېکټ (زېډ اے آر آر اے) په اړه د اولسي شعور بېدارولو او د ماشومانو تحفظ لپاره په فعاله توګه د دې د نافذ كولو په حاجت زور راوړے دے ، د ټولو صوبو پوليس او د زېنب الرټ رسپانس اېنډ ریکوري اېجنسۍ په شمول د ټولو همكارانو ترمينځه فعاله تړون او د معلوماتو په سمدستي توګه ګډول د بې دركه او تښتولے شوو ماشومانو په وخت درك لګولو او راخوشې كولو كښې مرسته كولې شي۔ صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه د شورؤ په ورځ ايوان صدر كښې د زېنب الرټ رسپانس اېنډ ریکوری اېکټ 2020 نفاذ په اړه د اړوندې غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه۔ د بشري حقونو سېكرټري د زینب الرټ رسپانس اېنډ ریکوري اېکټ 2020 په اړه بشپړ پریزنټېشن وركړو۔ په غونډه كښې په ضلعي او كميونټي كچه پوليس افسرانو لپاره د تربیتی ماډیول په وضعه كولو اتفاق وكړے شو دغسې چې د بې دركه شوو او تښتولے شوو ماشومانو زر تر زره درك لګولو او راخوشې كولو لپاره فوري او په وخت كاروائي كولو له هغوي خبر كړې شي
متعلقہ مضامین
-
Islamabad to receive rain today
-
Nawaz Sharif ECL case adjourned as judge goes on leave
-
Eid shopping gained momentum in Sukkur
-
Pak-US constructive engagements to promote regional peace: President
-
Fatemi made SAPM on foreign affairs
-
7,918 cases registered against kite flying, aerial firing in Punjab
-
Commissioner for expediting raids to curb artificial inflation
-
PM urges Sindh government to implement Ramazan relief package
-
Toshakhana gifts may be retained but can’t be sold: Marriyum
-
Two killed, three injured in road accident
-
HED launches professional development programme for teachers
-
NUMS to focus on advanced research & development of medical sciences