اسلام آباد23 مئی (اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف هدايت كړے چې راتلونكې وفاقي بجټ كښې دې عام وګړي ته رېليف وركولو له هر ممكن اقدامات او د غريبانانو او متوسط طبقې مالي ستونزو كښې كمي لپاره دې ټول وسائل وكارولے شي٬پينشن ريفارمز ته دې زر تر زره حتمي شكل وركړے شي٬د تخليقي طريقه كار په خپلولو دې پنشن فنډ جوړ كړے شي٬ محصولات زياتولو لپاره دې كوټلې اقدامات او ټيكس نيټ كښې دې پراختيا راوستلې شي ٬ وزيراعظم ته ووئيل شول د راتلونكې مالي كال بجټ به د وفاقي كابينې څخه د منظورۍ نه پس د جون په 9مه نېټه كال 2023 وړاندې كولې شي۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د مالي كال 24-2023 بجټ تيارۍ په اړه يوه مهمه غونډه د نهې په ورځ په اسلام آباد كښې وشوه۔په غونډه كښې د معاشي ډلې لخوا وزيراعظم ته د بجټ تيارو په اړه بريفنګ وركړو۔د دې نه علاوه د آمدن او محصولات په اړه د دې كال نظرثاني شوې او راتلونكې كال ټارګټيډ انازو په اره هم بريفنګ وركړے شو۔په غونډه كښې د ګډون كوونكو سره په خبرو كښې وزيراعظم ووئيل د عام كس معاشي ستونزې كمولو لپاره حكومت هر ممكن هڅې كوي۔وزيراعظم هدايت وكړو چې راتلونكې وفاقي بجټ كښې دې عام كس ته رېليف وركولو له هر ممكن اقدامات وكړے شي۔ده هدايت وكړو چې د غريبانانو او متوسط طبقې مالي ستونزو كښې كمي لپاره دې ټول وسائل وكارولے شي۔وزيراعظم په دې د اطمينان څرګندونه وكړه چې د حكومت په وخت حكمت عملۍ څخه د سرې بيعه پرله پسې كمېږي ٬ د دې څخه نه يوازې كروندګر خوشحال دي بلكې هېواد به په زرعي اجناس كښې خود كفالت پلو هم مخ په وړاندې لاړ شي۔وزيراعظم په دې امر هم د خوشحالۍ څرګندونه وكړه چې د حكومت ښو پالېسيو په سبب په تېرو دوو مياشتو كښې د څو كلونو نه پس كرنټ اكاؤنټ سرپلس شوے۔د دې نه علاوه وزيراعظم پينشن ريفارمز ته د زر تر زره حتمي شكل وركولو هدايت كولو سره ووئېل تخليقي طريقه كار خپلولو سره دې يو پينشن فنډ جوړ كړے شي دغسې چې په قامي خزانه بوج كم شي او د پينشنز خېرښېګړه ممكن شي۔ده ووئيل د نورو محصولاتو زياتولو لپاره جامع اقدامات وكړئ او ټيكس نيټ كښې پراختيا راولئ۔غونډې ته ووئيل شول د راتلونكې مالي كال بجټ به د وفاقي كابينې څخه د منظورۍ نه پس د جون په 9مه نېټه كال 2023 په مهال وړاندې كولې شي۔غونډه خبر كړې شوه چې د پاكستان معيشت د مالياتي استحكام پلو روان دے او په مالياتي خساره كښې پرله پسې كمے راځي۔په غونډه كښې د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار٬د دفاع وزير خواجه محمد آصف٬د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله٬د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال٬د وزيراعظم صلاحكار احد چيمه٬د پیټروليم وزيرمملكت مصدق ملك٬د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر جهان زېب خان٬ملك احمد خان٬طارق پاشا٬طارق باجوه٬عطاﺀ الله تارړ٬د قامي اسمبلۍ غړي قيصر احمد شېخ٬د فېډرل بورډ آف ريونيو چيئرمېن او اړوند اعلٰی سركاري افسرانو ګډون كولو۔
متعلقہ مضامین
-
Bilawal Bhutto Zardari refuses to accept mini budget
-
PSO faces severe jet fuel shortage
-
ITP issues 932,390 fine tickets during 2021
-
SBP is now ‘State Bank of IMF’: PML-N
-
CJP criticises KP’s govt, says no work done in health sector
-
Police recover 7-year-old child from Chakwal
-
Seminar on corruption and human rights today
-
ICAO lifts ban on Pakistani airlines after successful international safety audit
-
Desilting of Sukkur Barrage canals begins
-
PM Imran Khan says next three months will be essential for his govt
-
Govt to protect public health, environment from chemicals’ impact: Zartaj
-
Asad reaffirms govt’s commitment to reduce gender disparity