اسلام آباد 17 مئي (اے پي پي) د توان وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير وئيلي دي پاکستان تند رفتارۍ سره اقتصادي پرمختګ پلو روان دے٬ د ماحول دوسته توان باوري كولو لپاره هڅې كوٶ ځكه چې د ماحول دوست توان ضرورت اوسنۍ پېړۍ ته په رامخې ته مسئلو كښې مهمه مسئله ده۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ د يو اېس اېډ تر سېوري لاندې بېنكاك كښې ” فيوچر انرجي کنفرنس ايشيا” ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ خرم دستګير ووئيل ماحول ته زيان رسوٶنكے اېندهن به مرحله وار ختمولے شي۔ ده ووئيل د ” نېشنل الېکټرسټي پاليسي 2021″ وژن د ځائي وسائلو په كارولو د توان ضرورتونه ترسره كول دي‘ پاكستان د نمر او سيلۍ څخه ترلاسه كېدونكې د توان پېداوار ته خاص پام لرنه كوي۔ ده ووئيل پاكستان كښې د ماحول دوسته توان برخه د شپږ فيصده نه زياته شوې او د حكومت هدف تر 2030 دا برخه 60 فيصد ته رسول دي۔ ده ووئيل پاكستان تر كال 2030 د الېكټرك ګاډو استعمال تر 30 فيصد كولو اراده لري او تر كال 2030 د سكرو په درامد د بندېز لګولو هم اراده لري
متعلقہ مضامین
-
New Year to bring more good news to Pakistanis: Farrukh
-
Govt committed to ensuring minorities rights: President
-
Over 14,000 women raped in four years
-
IHC serves notice to PM on Khawaja Asif’s plea
-
PML-N leader Aurangzeb Butt detained by Shahdara police
-
SC stops cantonment boards from sealing private schools
-
PM Modi trapped on flyover after ‘security lapse’
-
Pakistan, GCC finalise action plan for strategic dialogue
-
Record growth of housing and finance construction in 2021
-
Sindh govt starts door-to-door covid vaccination of housewives
-
7th national census to be carried out this year: Senate told
-
Court defers Rana Shamim’s indictment in affidavit case