اسلام آباد۔13مارچ (اے پی پی)وزیراعظم شهباز شریف د پومبې كرونده ګرو لپاره لويه پرېكړه كولو سره د روان كال په مهال د پونمې بيعه 8500 روپۍ من (40 كلو) د مقرر كولو اصولي منظوري وركړې او هدايت يۍ كړے چې د پونمبې سپورټ پرائس دې زر تر زره اقتصادي رابطه كمېټۍ ته منظورۍ لپاره وړاندې كړے شي۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ كښې د زرعی ټاسک فورس د جاج اغستو غونډه وشوه۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو اسحاق ډار، سید نوید قمر، طارق بشیر چیمه، د پنجاب لنډ مهاله اعلی وزير سيد محسن رضا نقوي ٬ د وزيراعظم صلاحكار احد چيمه او اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔ غونډې ته ووئيل شول چې د تېر كال سېلاب ٬ بارانونو او د نهري اوبو د كمي او د سرې ستونزې د لاسه د پومبې پېداوار كښې زيات كمے رامخې ته شوے ٬ د روان كال په مهال د پومبې د مجموعي پېداوار اندازه 12.77 ملین بېلز لګولې شوې ٬ هيله ده چې د پومبې سپورټ پرائس او د حكومتي اقدامات په نتيجه كښې به د پومبې د كر سره في اېكړ پېداوار هم زيات شي۔۔ وزيراعظم هدايت وكړو چې صوبائي حكومتونه دې كرونده ګرو ته د پومبې د ټاكل ېبيعې رسول باوري كړي٬ وفاقي حكومت به په ټاكلي سپورټ پرائس عملدرآمد له د صوبائي حكومتونو هره ممكنه مرسته كوي۔ وزیراعظم ووئيل حكومت د پومبې في اېكټر پېداوار زياتولو له په ترجيحجي بنيادونو كار كوي۔ ده ووئيل پومبه د پاكستان زرمبادله ګټونكے فصل دے٬ دغسې دا زمونږ ټېكسټائل صنعت لپاره د ملا د تير حېثيت لري٬ مونږ به د پومبې كرونده ګرو ته آسانۍ وركولو سره كه پاك پرودګار ته منظور وي د دې پېداوار لا زيات كړؤ چې ورسره به نه يوازې ټېكسټائل برآمدات زيات شي بلكې د پومبې په درآمد كولو مصرف كېدونكې زرمبادله به هم بچ كړې شي۔ دغسې وزيراعظم په سمدستي توګه په دې اقدامات د عمل درآمد هدايت هم وكړو
متعلقہ مضامین
-
سېنېټ په ټول ټاكنو د جوړې كړې د كورنيو چارو قائمه كمېټۍ د درېم پېشرفت ٬ څارنې او تفتيشي راپور منظوري وركړه
-
خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره د خپل كوېتي همڅنګ ملاقات
-
اولس مشر ډاکټر عارف علوي سره د نېشنل هارټ اېسوسي اېشن چیئرمېن مېجر جنرال (ر) مسعود الرحمن کیاني په مشرۍ كښې پلاوي وليدل
-
د قبضه ګرو په ضد به بلا تفريق كاروائي كولې شي
-
په موټروے پوليس وياړېږو٬دا به لا فعاله او مستحكمه اداره جوړولې شي٬مواصلاتي انفراسټركچر به ماحول دوسته جوړوو
-
د زده كړو او روغتيا ويړيا آسانيو وركولو لپاره به هڅې كوو
-
په بېلو ټولنو او كلتورونو پوهې له د شريكو رابطو ودې ته اړتيا ده٬ لوېديزو هېوادونو كښې د اسلام پحقله په غلط فهمو پاكستان ژور تشويش لري
-
د قوم نه د چندې غوښتلو په ځائ دې په كرپشن كښې لوټل شوې دولت وطن ته راوړل شي
-
وفاقي محتسب اولس له په انصاف وركولو كښې مهم كردار لري٬د اولس تر ادارې رسائې لپاره دې جديده ټېكنالوجي وكارولې شي۔
-
د پېښور پوهنتون ایریا سټډی د سيورې لاندې قامی کنفرنس به په 10 اکتوبر کېږي
-
د پاك پوځ په اړه چې كوم ټكې كارولې شوي د هغې غندنه كوو٬وزيراعظم عمران خان وئېلي دې د غلو سره به حساب كتاب كولې شي
-
شهباز شريف په كرپشن كښې ككړ دے٬ په هېواد كښې به د ټولو احتساب كېږي