اسلام آباد24جنوری(اے پی پی)د تعليم او تربيې وفاقي وزير رانا تنوير حسېن وئيلي دي تعليم د كوم هم هېواد پرمختګ لپاره بنيادي ضرورت دے٬ د تعليم په څانګه كښې به په زړه پورې آسانۍ باوري كولې شي۔د نهې په ورځ د تعليم ورځې په موقع په خپل پیغام كښې ده ووئيل مونږ د دې خبرې نه خبر يو چې په دې جديد دور كښې خلقو ته د ښه تعليم وركولو لپاره په دې سرمايه كاري ضروري ده٬د دې حقيقت ادراك لرلو سره د تعليم وزارت د استاذانو تربيت٬بنيادي خواندګي٬هنرمند تعليم٬د سكول نه د بهر ماشومانو لپاره آسانۍ او د جينكو په تعليم زور وركوي كوم چې د وزيراعظم وژن په وجه همغږي لري۔د تعليم نړيوالې ورځې په موقع مباركۍ پېغام كښې ده ووئيل د دې كال موضوع”خلقو ته سرمايه كاري وركول او تعليم ته پام لرنه كو دي كوم چې په موجوده دور كښې ډېر اهميت لري٬دا يو قائم كړے حقيقت دے چې تعليم د كوم هم هېواد پرمختګ لپاره بنيادي ضرورت دے۔ده ووئيل زمونږ وزارت د اوسني سېلاب او كووېډ 19 په مهال د خپلو فاصلاتي تعليمي اقداماتو د لارې فعاله انداز خپل كړے او مونږ د زده كوونكو٬استاذانو او والدينو ته آسانۍ جاري ساتلي۔د تعليم وفاقي وزير ووئيل تعليم د كوم هم هېواد پرمختګ لپاره بنيادي ضرورت دے٬ د تعليم په څانګه كښې به ښې آسانۍ باوري كولې شي۔
متعلقہ مضامین
-
PML-N running campaign against judiciary: Fawad
-
Sindh objection over 2017 census baseless: Asad
-
Opposition decides to move court against bills passed by Parliament
-
Two held for posting weapon pictures on FB
-
Attempts being made to control electoral process
-
COVID-19 claims another like, 15 new infections in Rawalpindi
-
Fazl has no role in parliamentary politics: Farrukh
-
APHC deplores fresh coercion against Kashmiris
-
FOSPAH holds seminar on harassment at workplace
-
Foreign Secretary, UK representative discuss situation in Afghanistan
-
Two soldiers martyred in Balochistan attack
-
Technology plays vital role in improving education: Shafqat