اسلام آباد۔27 دسمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف ازبکستان سره دوه اړخيزه اړيكو ته وده وركولو له د خپل عزم پخلي كولو سره وئيلي دي په منطقه كښې د رابطو منصوبو سره به نه يوازې د تجارتي ورورولۍ يو تربله نزدې كولو كښې مرسته ترلاسه شي بلكې دې سره به په دواړو ملګرو هېوادونو او سيمه كښې د امن او سوكالۍ نوے دور هم پېل شي۔ وزیراعظم شهبازشریف دا خبره د نهې په ورځ د ازبكستان دوهم وزيراعظم او د سرمايه كارۍ او بهرني تجارت وزير خود جائيوف جمشېد عبدو حكيموف په مشرۍ كښې ازبك پلاوي سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ وزیراعظم په دې مهال د دواړو وروڼو هېوادونو ترمينځه د ملګرتيا مثالي اړيكو ته له وده وركولو له د خپل عزم پخلے وكړو۔ وزیراعظم ووئيل پاكستان د سړكونو او رېلوېز د لارې تر منځنۍ آسيا د رسېدو پېشكش كوي۔ ده هيله ولرله چې په منطقه كښې د رابطو منصوبو سره به نه يوازې د تجارتي ورورولۍ يو تربله نزدې كولو كښې مرسته ترلاسه شي بلكې دې سره به په دواړو ملګرو هېوادونو او سيمه كښې د امن او سوكالۍ نوے دور پېل شي۔ ازبك پلاوي وزيراعظم په پاكستان كښې د اقتصادياتو وزارت سره د شوي ملاقات په اړه خبر كړو په كوم كښې چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت او معيشت په څانګو كښې اړيكو ته د ودې په وركولو مواقفه شوې ده۔ د ازبكستان دوهم وزيراعظم او د سرمايه كارۍ او بهرني تجارت وزير خودجائیوف جمشیدعبدوحکیموف وزیراعظم په بېلو څانګو كښې د پاكستان او ازبكستان تاجر ډلو ترمينځه د شويو ملاقاتونو او غونډو څخه هم خبر كړو۔ وزیراعظم د دواړو هېوادونو تجارتي ورورولۍ ترمينځه تړون په ځائې كولو له په ملاقاتونو كښې شوې ګټورې خبرې وستائلې۔ ده ووئيل دې سره به دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كاري وده ومومي۔ د ازبکستان پلاوي د وزيراعظم مننه كولو سره د دواړو هېوادونو ترمينځه د ملګرتيا اړيكې لا مضبوطولو او تړون ته وده وركولو له د خپل عزم پخلے وكړو۔ وزيراعظم ووئيل چې د پاكستان او ازبكستان ترمينځه ملګرتيا وخت تېرېدو سره لا مضبوطېږي او د ازبكستان د دوهم وزيراعظم په مشرۍ كښې د پلاوي دورې څخه د دواړو هېوادونو ترمينځه د مخ په زياتېدونكو اړيكو عكاسي كېږي۔
متعلقہ مضامین
-
Rs314.5m released for Waziristan, Khyber affected people
-
Orphan Care Camp examines 300 children
-
Electoral Rolls verification drive starts
-
Jammat Islami to file petition over Pandora leaks
-
Change of guards ceremony held at Iqbal’s mausoleum
-
CTD guns down two terrorists in Khuzdar
-
Pindiites get MLCs thru khidmat counters
-
Canadian author loses defamation case over allegations of Pakistan links with Khalistan Referendum
-
References against Zardari, Ahsan Iqbal adjourned
-
COVID-19: Pakistan records 8 deaths, 554 new cases in a day
-
BC to support 2000 TVET institutes in getting int’l accreditation
-
CIIE displays a huge market for Pak govt and exporters: report