پینډي 13 دسمبر (اے پي پي)صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د هيوي انډسټريز ټېكسلا دوره وكړه۔ صدر مملكت ته د هيوي انډسټريز ټېكسلا تكنيكي صلاحيتونو٬پیداواري هلو ځلو٬د مصنوعاتو په ځايې كچه تيارو هڅو٬د لويې تحقيق او پرمختګ پروژو او د هيوي انډسټريز ټېكسلا كاركردګۍ ښه والي لپاره په دې وروستيو كښې د پېل كړې شويو اقداماتو په اړه بريفنګ وركړے شو۔صدر مملكت د بېلو فيكټريانو دوره وكړه او په پروژو يې د روان كار جاج واخست۔ د نهې په ورځ د پاك پوځ اولسي اړيكو څانګې لخوا د جاري شوي يو پرېس رېليز له مخې صدر مملكت د تحقيق او پرمختګ روانو پروژو پشمول د پوځي ګاډو بلټ پروف او آئي اي ډي څخه محفوظ جوړولو او ټينك و آرټلري ګن بيرل او سسټمز تيارولو كښې خوښي څرګنده كړه۔ ده په دفاعي څانګه كښې په خپلو پښو ودرېدو كښې د هيوي انډسټريز ټېكسلا هڅې وستائېلې۔ صدر د هېواد انډسټريز ټېكسلا په صلاحيتونو د بشپړ باور څرګندونه كړه او د دې د د فاعي پېداوار ادارې كښې د بدلولو عزم يۍ ستائنه وكړه چې مقصد يۍ د نړيوال معيار لمخې د وسله والو ځواكونو او قانون نافذ كوؤنكو ادارو حاجتونه په مناسب توګه ترسره كول دي۔ دې نه وړاندې د هېوي انډسټريز ټېكسلا چيئرمېن لېفټېننټ سيد عامر رضا د صدر مملكت هركلے وكړو۔
متعلقہ مضامین
-
No better society without peace, justice: Qasim Suri
-
Pakistani mountaineer Sirbaz eulogized
-
Masses to benefit from fruits of uplift: Buzdar
-
SHC approves protective bail of Aijaz Jakhrani
-
Sino-Pak coop on biomass to help address energy, climate challenges
-
Sindh fixes Rs250 per kg sugarcane to support price
-
1,634 apartment POLs issued to govt employees
-
Fazlur Rehman calls on urgent PDM meeting today
-
Iraqi govt urged to issue visas for urs
-
18 candidates interviewed for DG CAA post: Senate told
-
Pakistan has largest youth force for development
-
P&SHD joins hands with schools against measles