مسقط 01 اکتوبر (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير چوهدري سالك حسېن وئيلي دي تعليمي نظام دې کردار سازۍ، تکنيکي پرمختګ ٬ روحاني او اخلاقي اقدار او د صلاحيتونو ځلولو پلو د پام ګرځولو په ګڼ اړخيزه نقطه نظر اډانه وي ، د تعليم مقصد يوازې مادي کاميابي نه بلکه روحاني نشوونما او صلاحيتونو ښكاره كولو لپاره د ټولني ښېګړه كښې خپل كردار ترسره كول هم دي۔ د دې خيالاتو څركندونه ده د مسقط السيب سيمه كښې د پاکستان سکول نوي نړيوال کېمپس پرانستي په موقع وكړه۔ده د سوشل ميډيا او نور جديد مواصلاتي ذريعو معارفي كولو نه پس په ټولنه او په خاص توګه د ځوانانو په اخلاقو د د دې په منفې اثرات خبره كولو سره ووئيل د علماﺀ کرامو ،تعليم پوهانو او زموڼږ د ټولو ذمه واري ده چې د دې صورتحال مخنيوي او د ځوانانو اخلاق ښه كولو له خپل كردار ترسره كړؤ،استاذان دې د تعليم وركولو سره سره د زدكونكو په کردار سازۍ هم كار وكړي دغسې چې هغوي د پاکستان حقيقي سفيران جوړ شي۔ چوهدري سالك حسېن ووئيل د بيل پس منظر زدكونكي د پاکستان سکولونو كښې همغږۍ سره تعليم ترلاسه كوي، د پاکستان سکول سسټم ته دا اعزاز ترلاسه دے چې دلته د 27 قامونو زدكؤنكي تعليم ترلاسه كوي كوم چې د پاکستان په سكولونو د عمان د وګړو د باور څرګندونه ده،د پاکستان سکولونو كښې د زدكونكو زياتې شوې شميرې له امله د عمان حکومت د نوي پاکستان انټرنيشنل سکول لپاره دوه ايكړه زمكه وركړې،كوم چې به 18مياشتو كښې جوړ شي۔ چوهدري سالك حسېن په عمان كښې د پاکستان سکولونو ښه والي له د سفارتخانې او سکول بورډ هڅي وستائلې۔دستوره كښې د پاکستان سفير چوهدري عمران علي، ډاکټر خديجه السلمي، ډائرېکټر جنرل نجي سکولز وزارت تعليم عمان او پاکستاني او عماني ورورولۍ ګډون وكړو۔
متعلقہ مضامین
-
PNC to shut down illegal nursing intuitions
-
Time for resilient universities
-
Pack of shameless thugs roaming abroad: Cheema
-
QWP for coordinated efforts to provide relief to flood victims
-
Director State Office suspended for misbehaving with woman
-
China’s CPAFFC donates RMB 125 million for flood relief in Pakistan
-
411 new cases of Dengue reported in different areas
-
Skilled replaces (un)skilled
-
CM allows liver surgery in health card programme
-
Photography, art competition held at PNCA on Intl Tourism Day
-
Another chopper crashes
-
Better late than never