اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان وئيلي دي حکومت صنعتونو ته ودي او د افغانستان او نورو ګاونډيانو سره تجارت ښه كولو ته پام لرنه كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ سرحد چيمبر آف کامرس اينډ انډسټري (ايس سي سي آئي) سره يوه ورچوئل غونډه كښې وكړه۔د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان ووئيل حکومت صنعتي پرمختګ ته ودې وركولو او تجارتي حجم زياتولو له تجارت دوسته پاليسيو باوري كوي۔په غونډه كښې جام کمال خان سوداګري ورورولۍ ته د پېښو چيلنجونو مقابله كولو له د بشپړه مرستي باور وركړو۔د ملاقات په مهال د اېس سي سي آئي صدر فواد اسحاق د بجلۍ او ګاز په زياتو شوو مسئلو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ده په حکومت زور راوړو چې د افغانستان سره ټرانزټ ټريډ او دوه اړخيزه تجارت په اړه مسئلې حل كړي كومي چې په ځائې سوداګرو منفي اثر پرېباسي۔ د اېس سي سي آئي صدر د کاروباري ورورولۍ مرستې كولو او صنعتي توسيع ډادګيرني لپاره د يو نوي انډسټريل اسټيټ جوړولو تجويز هم وركړو۔ وفاقي وزير د سوداګري ورورولۍ تحفظ او مرستي لپاره د حكومت د عزم څرګندونه وكړه۔ده د معاشي صورتحال په وجه صنعتونو ته پېښ چيلنجونه ومنل او باور ئې وركړو چې د بجلۍ ٬ ګاز او ټيرف په اړه مسئلې حل كولو له به ټول ضروري اقدامات کولې شي۔
متعلقہ مضامین
-
PNC to shut down illegal nursing intuitions
-
Time for resilient universities
-
Pack of shameless thugs roaming abroad: Cheema
-
QWP for coordinated efforts to provide relief to flood victims
-
Director State Office suspended for misbehaving with woman
-
China’s CPAFFC donates RMB 125 million for flood relief in Pakistan
-
411 new cases of Dengue reported in different areas
-
Skilled replaces (un)skilled
-
CM allows liver surgery in health card programme
-
Photography, art competition held at PNCA on Intl Tourism Day
-
Another chopper crashes
-
Better late than never