اسلام آباد 08 جون (اے پي پي﴾ د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان په وزيرستان كښې د ترهګرې د بريد سخته غندنه كړې او د مخالفې ډلې ګوندونو نه ئې غوښتنه كړې چې هغوي دې قومي مقصد لپاره يو موټې شي او خپل اختلافات دې يو طرف ته كولو سره د وطن په خاطر د ترهګرې لعنت ختمولو لپاره په ګډه كار وكړي۔ د خالي په ورځ نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې هغې ووئيل چې بايد د مخالفې ډلې ګوندونه د رياست په خاطر سياست يو طرف ته كړي ځكه چې هم دا هېواد زمونږ پېژندګلي ده۔ هغې ووئيل چې د ترهګرې دا بريد د هغو خلقو سترې غړېدو لپاره كافي دے كوم چې د پاكستان په ضد د كار كوونكو ملاتړ كوي۔ هغې د مخالفې ډلې ګوندونو ته ووئيل چې حكومت سره په دې معامله مرسته وكړي او د هغو عناصرو په ضد غږ پورته كړي كوم چې د ترهګرو ملاتړ كوي۔
متعلقہ مضامین
-
Pakistan Navy organises Annual Safety Review & Safety seminar
-
‘Army has vital role to play in world peace’
-
President summons National Assembly on June 6 for budget session
-
Chairman NAB Justice (retd) Javed Iqbal tenure will end tomorrow
-
IHC dismisses contempt plea against PM
-
Fire erupts at Children Hospital in Lahore
-
PM wants load shedding reduced to two hours
-
Dolphin police personnel kills sister-in-law, injures two brothers in Lahore
-
PMD forecast extremely hot weather for most parts of country
-
Ashrafi urges pilgrims not to indulge in any political activities during Haj
-
Seven terrorists killed in two separate IBOs
-
CDWP gives nod to Rs 250 billion Chashma Right Bank Canal project