اسلام آباد 28 مئی (اے پی پی)د مواصلات وفاقي وزير مراد سعيد وئېلي دي نواز شريف د خپل كرپشن په سبب په زندان كښې پروت دے ٬د اتومي پروګرام حقيقي محسن ډاكټر عبدالقدير خان دے ٬ د 30 زره اربه قرو باوجود په هېواد كښې د روغتونونو او تعليمې ادارو كمې دے ٬پاكستان كښې يو هم روغتون داسې نشته چرته چې هغوي خپله درملنه وكړي ۔د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې ده ووئيل د اتومي چاودنو سره د هېواد دفاع قوي شوې بايد مونږ ډاكټر عبدالقدير خان هېر نه كړو٬ د پاك پوځ پشمول مونږ ټولو له به دا عهد كول وي چې مونږ ته به د هېواد د نظرياتي او جغرافيائي پولو تحفظ باوري كول وي۔ده ووئيل كه څوك په زندان كښې دي نو د خپل كرپشن په وجه دې٬د يو تكبير پھ وجه هغه په زندان كښې نه دې۔ده ووئيل معيشت ځكه خراب دے چې 30 زره اربه قرض چرته خرڅ كړې شوې۔ده ووئيل هغوي د صحت د خرابۍ په بهانه لندن ته ځي٬شهباز شريف اوس هم په لندن كښې دے ٬په وړومبي ځل به نواز شريف اختر په پاكستان كښې ولمانځي۔ده ووئيل مونږ له به دا عهد كول وي چې د هر قسم تفرقات نه ځانله د پاكستان خذمت وكړو۔ده ووئيل پاكستان د عمران خان په مشرۍ كښې د بحرانونو څخه راوځي۔د پاكستان معيشت به مستحكم شي او د نړۍ په نقشه كښې به د يو فلاحي رياست په توګه رامخې ته شي
متعلقہ مضامین
-
Donald Blome appointed as US ambassador to Pakistan
-
Long march is against establishment, not govt
-
PML-N is all set for fresh elections but PPP opposing it
-
Salman Sufi appointed head of PM’s Strategic Reforms
-
Punjab govt fires 30 law officers linked with PTI, PML-Q
-
Yasin punished to give political advantage to criminal Modi: Mushaal
-
LHC orders release of detained PTI workers
-
Imran, others booked for ‘riots and arson’
-
SC dismisses contempt of court plea against Imran
-
Sericulture a big source for farmers to boost income
-
AJK President pens down letter to UN Chief seeking role for release of Yasin Malik
-
Commissioner to review steps taken to deal with monsoon rains