واشنګټن 12 اپریل (اے پی پی) واشنګټن ډی سی كښې د نړيوال بانك او نړيوال مالیاتی فنډ كلنه غونډه روانه ده، د غونډې په دويمه ورځ د پاکستان پلاوي د خزانې وزیر اسد عمر په مشرۍ كښې غونډه كښې ګډون وكړو۔ د پاکستان پلاوې په دې موقع ځينې دوه اړخيزه ملاقاتونه هم كړې۔ د خزانې وزیر په مشرۍ كښې د پاکستان پلاوي د اسيائي پرمختيائي بانك صدر ټاکی هیکو ناکاؤ سره وليدل۔ د خزانې وزیر هغه د پاکستان کلی معیشت (میکرو اکنامک) صورتحال په اړه خبر كړو۔ ملاقات كښې د پاکستان او نړيوال بانك ترمينځه د روانې مرستې او پروژو جاج هم واخستلې شو۔ د نړيوال بانك صدر پاکستان كښې د اصلاحات عمل وستائلو او په دې لړ كښې ئې د نړيوال بانك د اړخه د بشپړه مرستې باور وركړو۔ دې څخه وړاندې د خزانې وزیر د نړيوال بانك ډلې سره ملاقات كښې په نړيوال بانك كښې د پاکستان پورټ فولیو په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د نړيوال بانك ډلې مشري د سوئيلي اسياﺀ لپاره د نړيوال بانك دوهم صدر هاټ شیفر كوله۔ ملاقات كښې د پاکستان لپاره د نړيوال بانك د سباؤن پروژو او پاکستان كښې په بيلو څانګو كښې د ښه والې لپاره د نړيوال بانك مرستې په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د خزانې وزير په مشرۍ كښې د پاکستان پلاوي د نړيوال بانك ګڼ اړخيزه سرمایه کارۍ ګارنټی ایجنسی (اېم آئی جے اے) ډلې هم ملاقات وكړو۔د ډلې مشري د ایجنسۍ چیف آپریټنګ آفیسر ویجے آئر کوله۔ په دې غونډه كښې د پاکستان حکومت نجکارۍ په پالیسۍ او هېواد كښې د سرکاری او نجی څانګې شراکت دارۍ په فریم ورك كښې د پراختيا د چارو جاج واخسلې شو۔ ډلې د خزانې وزیر د ایجنسۍ او پاکستان ترمينځه د مرستې څخه خبر كړو۔ د خزانې وزیر د امریکې د خزانې محکمې ډلې سره هم ملاقات وكړو۔ د خزانې وزیر ډله د پاکستان د معیشت صورتحال، اصلاحاتو عمل او منی لانډرنګ مخنيوي لپاره د شوو اقداماتو څخه خبر كړه۔ دغسې د خزانې وزیر د سعودی عرب خپل همڅنګ محمد الجدان سره هم ملاقات كړے ۔ د سعودی د خزانې وزیر خپل هم څنګ اسد عمر د سعودی عرب د معیشت او سعودی عرب كښې د پاکستانیانو كارمندانو لپاره د روزګار موقعو څخه خبر كړو
متعلقہ مضامین
-
Zameen.com organises first edition of Pakistan property event in Doha
-
Locally assembled Chinese mobiles vehicles gain foothold in Pakistan
-
AJK Assembly condemns conviction of Yaseen Malik
-
High intensity earthquake jolts KP
-
Unfair trial of Yasin Malik in India, plot of judicial murder
-
Qadir Patel hails WHO efforts for promoting better health for all
-
PTI urges CEC to stop Hamza Shehbaz from working as CM
-
Best facilities ensured for intending Haj pilgrims this year: Durrani
-
Polio refusal cases need special attention: DC
-
Heatwave relief camp set up for general public
-
Another police inspector shot dead
-
Imran wants bloodshed to keep alive his dwindling politics: Ikhtiar Wali