اسلام آباد 04 اپرېل (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ په اړه پارليماني كمېټي جوړه كړې۔سپيكر دا پارليماني كمېټي په 21 فروري 2019 د قامي اسمبلۍ او په يكم مارچ 2019 پھ سېنېټ كښې د پاس شوي تحريك په رڼا كښې جوړه كړې۔د زيارت په ورځ د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ څخه جاري شوي بيان له مخې دا كمېټي به د سي پیك پروژو څارنه او د نورو چارو جاج اخلي۔د پروژو مانيټرنګ او عملدرآمد سره سره به د هغې پھ وخت بشپړولو په اړه هم سفارشات مرتب كوي۔د دې نه علاوه دا كمېټي به وخت او لګښت كښې كمي او د اولس لپاره ښه خذمات وركولو له هم تجاويز وړاندې كوي۔دا كمېټي به قواعد او ضوابط او تګلاره هم جوړوي۔پھ كمېټۍ كښې نورعالم خان٬شېرعلي ارباب٬صداقت علي خان٬عمر اسلم خان٬مير خان محمد جمالي٬ظل هما٬غوث بخش خان مهر٬احسن اقبال چوهدري٬مرتضٰی جاوېد عباسي٬سيد عمران احمد شاه٬مهناز اكبر عزيز٬رضا رباني كهر٬زاهد اكرم دراني او محمد اسلم بوتاني شامل دي ٬ دغسې 7 سناتوران به هم په كمېټۍ كښې شاملولې شي د كومو نامې به چې د سېنېټ چيئرمېن رالېږي
متعلقہ مضامین
-
Zardari, Fazl propose solution to the current crisis
-
Rice exports increase 17.21% in 10 months, reached $2.051 billion
-
PTI leader Shireen Mazari arrested from Islamabad
-
Cholera outbreak controlled in Pir Koh area: Report
-
Usman Buzdar sends Rs500mn legal notice to Awn Chaudhary
-
Nation must condemn violence in politics: Marriyum
-
SC to hear IHCBA’s plea against barricades today
-
Leading London agency lists luxury Lahore development
-
Federal govt notifies transfer, posting of officers
-
No reconciliation with armed group threatening constitutional government: Khurram
-
IHC asks authorities to produce five missing persons
-
Electoral reforms: NA passes Elections (Amendment) Bill-2022