استنبول 21 فروری (اے پی پی) د كورنيو چارو دوهم وزير شهریار آفریدی وئيلي دي پاکستان داسې هېواد دے چرته څخه چې وګړي خپل هېواد پرېدې او نورو هېوادونو ته ځي ٬ دغسې د نورو هېوادونو څخه هم وګړي پاکستان ته په كډه راځي، د مهاجرت په چارو خبرو اترو او مرستې ته زياتولو ته اړتيا ده۔ استنبول كښې د مهاجرت په چارو د بداپسټ عمل په لړ كښې 6م وزارتی کنفرنس ته خطاب کښې ده ووئيل داسې هېوادونه چرته څخه چې وګړي كډه كوي او كموهېوادونو ته چې ځي او بيا هلته مېشته كېږي ، ترمينځه خبرو اترو او رابطو زياتولو ته اړتيا ده۔ د كورنيو چارو دوهم وزير ووئيل د كډوالو مسئلې په بشپړه توګه مخنيوي له د قانونی مهاجرت محرکات ختمولو سره د قانونی مهاجرت نورو موقعو راپیدا کولو ته اړتيا ده۔ ده د محدود وېزې نظام د اثرات جاج اخستو او د غیر قانونی مهاجرت مخنيوي له د سرحدی کنټرول په حاجت زور راوړو۔ ده ووئيل پاکستان يو داسې هېواد دے چرته څخه چې وګړي هېواد پرېدې او نورو هېوادونو ته ځي ٬ دغسې د نورو هېوادونو څخه هم وګړي په كډه پاکستان ته راځي،ده ووئېل د مهاجرت په چارو خبرو اترو او مرستې ته زياتولو ته اړتيا ده۔ده ووئيل كډه كوونكو ته په پاکستان كښې د سماجی تږ راتږ ، د ملازمت موقعې او صحت او تر تعلیم رسنه ترلاسه ده۔ ده ووئيل پاکستان كښې د مهاجرت په اړه كوټلې پالیسۍ شته كومې چې په قانونی او انتظامی توګه نافذ کړې شوي۔ د کنفرنس په موقع د كورنيو چارو دوهم وزير ترکیې، یونان، کروشیا كورنيو چارو وزيرانو نه علاوہ د افغانستان د كډوالو وزیر سره هم ملاقاتونه کړې او هغوي سره ئې د مهاجرت په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه كړې
متعلقہ مضامین
-
Cleaning of drains before monsoon in Abbottabad emphasized
-
Governors of KP, Sindh step down
-
Teenager dies after not receiving timely treatment in THQ
-
Advans Pakistan Microfinance Bank relocates to a new head office
-
PTI trying to hide failures behind resignations: ANP
-
SC directs KP govt to submit proposals regarding restoration of magistracy system
-
Chinese Premier congratulates Shehbaz Sharif on election as PM
-
Prolonged unscheduled power loadshedding takes people to streets
-
Pakistan Olympic Association forms probe committee
-
Is the govt going to end Sehat Cards?
-
Bilquis Edhi in stable condition after hospitalization
-
Wrap up foreign funding case within 30 days: IHC