اسلام آباد 28 جنوری (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير شاه محمود محمود قرېشي وئېلي دي پاكستان به افغانستان كښې امن او استحكام له د ټولو هڅو ملاتړ روان ساتي٬په افغانستان كښې امن او استحكام يو شريكه ذمه واري ده۔ده دا خبرې په پاكستان كښې د برتانيې هائي كمشنر تهامس ډريو سره پھ ملاقات وكړې۔خارجه وزير د برتانيې هائي كمشنر له د افغانستان پھ تازه صورتحال بريفنګ وركړو۔په ملاقات كښې د پاكستان او برتانيې ترمينځه په اړيكو كښې په ښه والي د اطمينان څرګندونه وشوه او اړيكو ته لا ودې وركولو ته سلا راغله۔په ملاقات كښې په مهمو دوه اړخيزه سيمه ايزو او نړيوالو چارو غور وشو۔خارجه وزير د برتانيې هائي كمشنر پھ مقبوضه كشمير كښې د هندي عسكرو د لاسه د بشري حقونو خلاف ورزو په اړه خبر كړو۔ده ووئيل د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو هائي كمشنر او د برتانيې په پارليمان كښې د كشمير لپاره د ټول ګونديز ډلې راپور څخه هم دا تصديق شوې۔د برتانيې هائي كمشنر په ټولو څانګو كښې پاكستان سره دوه اړخيزه مرستې زياتولو له د برتانيې د مرستې باور وركړو۔
متعلقہ مضامین
-
PAF-USAF exercise comes to an end
-
ICT admin seals 10 illegal tubewell in Tarnol
-
Lahore police on high alert
-
Ministers, political leaders visit Kocha Risaldar to condole with blast victims
-
Shibli urges need for use of energy efficient appliances
-
Opposition trying to politically destabilise country : Buzdar
-
Improved service delivery to be ensured in Gujranwala: Commissioner
-
PM stresses need for ceasefire in Ukraine
-
Sindh Ombudsman takes suo motu notice of non-issuance of number plates
-
24 professional beggars held during ongoing crackdown
-
PM enjoying confidence of majority parliamentarians
-
11 dead in Punjab road accidents