اسلام آباد ۔ 10 جنوری (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي په هندي مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو سختو خلاف ورزيو پلټنيو له دې كمېشن آف انكوائري جوړ كړې شي۔ اولس مشر ډاكټر عارف علوي سره بشري حقونو لپاره د جموں وكشمير كونسل صدر ډاكټر سيد نذير ګېلاني د زيارت په ورځ ملاقات وكړو۔ اولس مشر د ډاكټر نذير ګېلاني او دده د تنظيم لخوا مقبوضه جموں وكشمير كښې د بشري حقونو صورتحال رامخې ته كولو له پورته كړې ګامونه سائلو سره په كشميري مشرتابه زور راوړو چې هغه دې د مسئلې بنيادي فريق په توګه د مقبوضه كشمير اولس په ضد د بشري حقونو سختې خلاف ورزۍ نړۍ ته رامخې ته كولو له خپل كردار ترسره كړي۔ اولس مشر ددې عزم څرګندونه وكړه چې بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د هائي كمشنر راپور په هندي مقبوضه كشمير كښې د هندي ظلم او زياتي په اړه د پاكستان د پرله پسې رامخې ته كېدونكي دريځ حمايت كوي۔ ده مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزيو پلټنيو له د يو بشپړ ٬ آزاد او نړيوالو پلټنيو له د كمېشن آف انكوائري جوړولو غوښتنه وكړه۔ اولس مشر ډاكټر نذير ګېلاني ته باور وركړو چې پاكستان به د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو په رڼا كښې د منلي شوي خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د كشميري اولس د روانو هڅو مرسته جاري ساتي۔ ډاكټر نذير ګېلاني بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د هائي كمشنر په راپور رڼا اچولو سره ووئيل په ټوله نړۍ كښې كشميري ورورولۍ لپاره دا راپور يو مهم سنګ ميل دے۔ ده ووئيل مقبوضه كشمير كښې په لويه كچه د بشري حقونو خلاف ورزيو پلو د نړۍ پام ګرځولو ته اړتيا ده
متعلقہ مضامین
-
Policing in South Punjab improves after establishment of secretariat
-
MMU demands re-opening of Jamia Masjid, release of Mirwaiz
-
PM to address nation today evening: Fawad
-
No woman empowerment without financial independence: minister
-
Speakers for drafting policy to understand Indian hegemonic designs
-
UK delegation lauds efforts of PM, Shehryar to highlight Kashmir issue
-
Israel forces kill 2 Palestinians in West Bank arrest raid
-
Reduction in fuel prices hard for opposition to digest: Fawad
-
Balochistan, bouquet of people from different tribes, races: CM
-
Pakistan voices concern over victimisation of women in Palestine, Kashmir
-
Social media accounts of Pakistan mission in Algeria hacked: FO
-
NCOC allows full capacity crowd for Pakistan-Australia series