پیښور 10 جنوري (اے پي پي)د قامي وطن ګوند مركزي چيئرمېن آفتاب احمد خان شېرپاؤ په افغانستان كښې امن لپاره د ټولو ډلو په شموليت زور راوړولو سره حكومت څخه غوښتنه وكړه چې د ګاونډي اسلامي هېواد استحكام او امن لپاره خپل كردار ادا كړي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د افغان حكومت يو استازي پلاوي سره د خبرو په مهال وكړه۔پلاوي د افغان اولس مشر اشرف غني خاص مرستيال محمد عمر داؤدزئي په مشرۍ كښې آفتاب احمد خان شېرپاؤ سره په اسلام آباد كښې د هغه په استوګنه ملاقات وكړو۔پلاوي سره د خبرو په مهال آفتاب احمد خان شېرپاؤ د افغان مسئلې حل لپاره د خپل ګوند دريځ پخلې كولو سره وئېلي دي چې قامي وطن ګوند په افغانستان كښې امن لپاره خپل كردار ادا كړې۔ده ووئيل چې د پاكستان حكومت او ټول سياسي ګوندونه د افغان مصالحتي عمل په اړه په يو پېج دي دغسې چې د افغانانو ستونزې ختمې كړې شي۔ده ووئيل چې ترهه ګري د منطقې امن لپاره يوه نازكه مسئله ده٬د دې مسئلې حل لپاره جامع اقدامات د وخت مهم ضرورت دې۔د افغان امن لپاره د روانو خبرو اترو هركلې كولو سره ده ووئيل چې په افغانستان كښې د امن لپاره يوه ښه موقع ده ځكه دا عمل تر خپل منطقي انجام رسول پكار دي۔ده اندېښنه څرګنده كړه چې امن مذاكرات په خپلو مقصدونو ترلاسه كولو كښې ناكام كېدې شي كه په دې عمل كښې د افغان حكومت شامل نه كړې شي۔ ده ووئيل چې د پاكستان او افغانستان اولس د ترهه ګرۍ له امله تر ټولو زيات ځپلې شوي دي٬ځكه دا مسئله په سمدستي توګه حل كول پكار دي۔آفتاب احمد خان شېرپاؤ ووئيل چې د پاكستان امن د افغانستان استحكام سره تړلې دې ځكه امن لپاره د هڅو تند كولو ضرورت دې دغسې چې په منطقه كښې امن٬پرمختګ او د خوشحالۍ لاره هواره كړې شي
متعلقہ مضامین
-
Policing in South Punjab improves after establishment of secretariat
-
MMU demands re-opening of Jamia Masjid, release of Mirwaiz
-
PM to address nation today evening: Fawad
-
No woman empowerment without financial independence: minister
-
Speakers for drafting policy to understand Indian hegemonic designs
-
UK delegation lauds efforts of PM, Shehryar to highlight Kashmir issue
-
Israel forces kill 2 Palestinians in West Bank arrest raid
-
Reduction in fuel prices hard for opposition to digest: Fawad
-
Balochistan, bouquet of people from different tribes, races: CM
-
Pakistan voices concern over victimisation of women in Palestine, Kashmir
-
Social media accounts of Pakistan mission in Algeria hacked: FO
-
NCOC allows full capacity crowd for Pakistan-Australia series