بیجنګ/اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي) په سي پېك كښې د پېشرفت نه پس د ترهګرۍ كاروائۍ د پوهې نه لرې نه دي٬ کراچۍ كښې د چين په قونصليټ د ترهګرۍ بريد سره به د چين او پاكستان ترمېنځه په روانه مرسته هېڅ اثر نه پرېوځي٬ د ناوړه عزائمو او د عدم استحكام پېدا كوٶنكو قوتونو مخنيوي له د دواړو هېوادونو اقدامات د وخت ضرورت دے ۔ دا خبرې د چين په ګوبل ټائمز ورځپاڼه كښې په خپور شوې يوې تجزيه كښې شوې دي۔ ورځپاڼه وړاندې خپله تجزيه كښې ليكي چې په سي پېك كښې د پېشرفت نه پس د ترهګرو او د بهرني قواو لخوا د ترهګرۍ كاروائۍ د پوهې نه لرې نه دي او دې ډول بريدونو سره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه سپرليخېزه اړيكې او ملګرتيا كمزورې نه شي خو سي پېك په ښه ډول مخ په وړاندې بوتللو او د عام وګړو د ژوند معيار كښې بهترۍ لپاره به ګامونه پورته كول وي۔ ورځپاڼې ليكلي چې كراچۍ كښې د چين په قونصلېټ د بريد ذمه واري بلوچستان لېبرېشن آرمي قبوله كړې كومه چې پاكستان لپاره په امنيتي خطرو كښې يوه ده٬ دا ډله په بلوچستان كښې هڅې كوي كومه چې د رقبې په لحاظ سره د پاكستان لويه خو په اقتصادي او سماجي توګه پاتې صوبه ده۔ ورځپاڼه وړاندې ليكي چې د دې ډول خطرو په تناظر كښې سي پېك په ښه ډول مخ په وړاندې بوتللو لپاره به چين او پاكستان له د پرمختګ عمل د وړاندې بوتللو لړۍ روانه ساتل وي او دې سره سره به د اولس د ژوند معيار ښه كولو لپاره اقدامات كول وي دې سره به د سماجي بهترۍ بنياد كېښودلې شي۔ ورځپاڼه ليكي چې دواړو هېوادونو لپاره په امنيتي څانګه كښې مرسته په خاص توګه د ترهګرۍ مخنيوي له به شريكو اقداماتو كښې اضافه كول وي۔ په تېرو څلو كلونو كښې د چين كمپنو په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ هلې ځلې پېل كړې دي او اغواء ٬ ډاكې او بريدونه نوې خبره نه ده٬ دې ناوړه صورتحال نه بچ كېدو لپاره دواړو هېوادونو لپاره اقدامات كول ډېر ضروري دي۔ ورځپاڼې ليكلي دي چې كراچۍ كښې د چين په قونصلېټ د بريد نه پس د چين اولس د پاكستاني پوليس د مړانې او قربانۍ ستائنه كړې ده٬ داوړو هېوادونو له به د اسلام آباد او بيجنګ ترمېنځه په دوستۍ او مرسته كښې خنډان د راولاړٶنكو قوتونو په ضد ويخ پاتې كېدل وي۔ ورځپاڼې ليكلي دي چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان په ځائ وئيلي دي چې دا بريد د چين سرمايه كارۍ ناكامه كولو لپاره شوې
متعلقہ مضامین
-
PM decides to launch mass contact drive
-
PM Khan, COAS to spend complete day with troops in Naushki
-
GB Scouts’ skiers claim gold, silver medals in National Championship
-
Abbasi pays tribute to martyrs of Pak Army
-
Pakistan wants to expand ties with friendly states: president
-
Shireen Mazari receives certificate from PM
-
People have rejected looters, plunderers, says Shafqat
-
Skills training to help girls find jobs: Begum Perveen Sarwar
-
Qureshi, Uzbek FM reiterates desire to expand bilateral ties
-
“Everyone beautiful like snowflake”: Pakistani performer of Beijing Winter Olympics’ opening ceremony
-
Four LPG refilling shops sealed in Lahore
-
Govt striving to resolve people’s problems: CM