اسلام آباد 03 اکتوبر (اے پي پي) د اسټېبلشمنټ لپاره د وزيراعظم صلاحكار محمد شهزاد ارباب او د احتساب لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال مرزا شهزاد اكبر په مشرۍ كښې غونډه شوې ۔ چې پكښې د وزيراعظم وژن له مخې د بدعنوانۍ مخنيوي كمپائن پېل كولو په لړ كښې دې غونډه كښې نيغ په نيغه د اولس خذمت كوونكو ادارو٬د محكمو او وزارتونو مشرانو ګډون كولو۔د شورو په ورځ جاري شوي بيان له مخې د غونډې په مهال محمد شهزاد ارباب د سركاري ادارو څخه د كرپشن لعنت خاتمې لپاره په سمدستي توګه ګامونو پورته كولو له د عزم پخلې وكړو۔ده د وزارتونو او محكمو مشرانو ته سپارښټنه وكړه چې هغوي د خپلو خپلو اړوندو وزارتونو او محكمو څخه بدعنوانه او كرپټ عناصر په سمدستي توګه لرې كړي۔ده بېلو محكمو استازو ته ووئيل چې هغوي كوټلې مېكنزم جوړ كړي دغسې چې د بدعنوانه اهلكارو په ضد د اولسي ګيلو ازاله وكړې شي۔محمد شهزاد ارباب غونډه كښې ګډون كوونكو ته ووئيل حكومت په پاكستان كښې د انتباهي قوانين معارفي كولو پرېكړه كوي۔مرزا شهزاد اكبر استازو ته ووئيل چې هغوي په خپلو خپلو محكمو كښې په بدعنوانو قابو موندلو له د اوږدې او لنډې مودې منصوبې وړاندې كړي۔
متعلقہ مضامین
-
KE renovates government school in Karachi
-
Pakistan Navy Flotilla visits Oman, Bahrain
-
Shafqat Mahmood responds to question of closing schools countrywide
-
Punjab suffers from air pollution caused by farm fires and industry
-
The City School Karachi arranges ‘Catalyst for Change’
-
New LG system to result in composite development: Buzdar
-
22 injured as dozens of vehicles bumped into each other on motorway
-
KP cabinet okays capital punishment for child abusers
-
Dacoits hostages Dolphin officer near Kasur
-
Wheat-chickpea intercropping launched in Bahawalpur
-
Technology solutions key to cope environmental degradation: Zartaj
-
Cause-based journalism need of the modern day, says Khawar