اسلام آباد 01 اګست (اے پي پي) پاکستان تحریك انصاف سینئر نائب صدر ډاکټر بابر اعوان وئيلي دي هم د پاکستان تحریك انصاف چیئرمېن عمران خان به د وزیراعظم چوكۍ سوګند پورته كوي۔ د شورو په ورځ اسلام آباد هائي كورټ كښې د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان نااهلۍ لپاره د دائر كړې درخواست سماعت نه پس خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل د درخواست كوٶنكو لخوا د يو خاص جج نامه ليكلې شوې او وئيلي ئې دي ھغه دې كېس واوري او په عدالتي تاريخ كښې د دې مثال نه موندې كېږي چې څوك اووائي چې زما دا جج پكار دے۔ ده ووئيل ما په دې خبره اعتراض لرلو او ھغه عدالت ته وړاندې كړو۔ ده ووېيل د قانون له مخې د هائي كورټ يو جج بل جج ته كېس نه شي منتقل كولې ٬ يوازې سپريم كورټ د يو جج كېس بل جج ته منتقل كولې شي۔ ده ووئيل ډېره د بد مرغۍ خبره ده چې ځيني خلق د پاكستان ادارو سره د لوبو كولو هڅه كوي۔ د يوې پوښتنې چې د پي ټي آئي حكومت جوړ نه دې او ګرېنډ آلائنس جوړ شو په ځواب ډاكټر بابر اعوان ووئيل د مولانا خبرو سره خلق مينه كوي٬ يوې بلې پوښتنه كښې چې آيا دا درخواست سوګند پورته كولو نه منع كولو لپاره دے؟ په ځواب ده ووئيل هم عمران خان به د وزیراعظم چوكۍ سوګند پورته كوي
متعلقہ مضامین
-
Bilawal Bhutto continues mass contact campaign
-
Twitter bends the knee for ‘King’ Babar Azam as he tops T20 rankings
-
Pakistan, EU agree to boost mutual cooperation
-
Man wounded in grenade blast in Quetta
-
IHC seeks report from chief commissioner in forced labor case
-
Heads roll over ‘failure’ to contain TLP protests
-
No allotment made to govt employees in relaxation of rules in 2 years: Senate told
-
COVID-19: NCOC records 11 more deaths, 567 new cases in last 24 hours
-
74 years after Jammu Massacre, sufferings of Kashmiris continue
-
Terrorism in Sindh transforms into ‘Sardargardi’: Haleem
-
‘Pakistan going through a critical period’
-
KP to launch Tablet-in-a-School programme