اسلام آباد 25 جون (اے پی پی) لنډمهاله وزیراعظم جسټس (ر) ناصر الملك د الیکشن کمېشن د اړخه په انتخابی تیاریو د اطمینان څرګندونې سره وئيلي دي چې آزادې ، سپيځلې او امناكه ټاكنې باوري كول د الیکشن کمېشن بنیادی ذمه واري ده، وفاقی او صوبائی حکومتونه الیکشن کمېشن له ټولټاكنو لپاره هر ډول مرستې له چمتو دي۔ ده دا خبره د ګل په ورځ په ښه ډول د 2018 ټولټاكنو كولو له انتظاماتو او تياريو په اړه د غونډې مشري كولو سره وكړه۔ وزیراعظم آفس كښې وركړې شوي ریفنګ كښې د كورنيو چارو وزير محمد اعظم خان، د پنجاب وزیراعلیٰ حسن عسکری رضوی، د سندھ وزیراعلیٰ فضل الرحمن، د خېبرپښتونخوا وزیراعلیٰ جسټس (ر) دوست محمد خان، د بلوچستان وزیراعلیٰ علاؤ الدین مری، د وزیراعظم سيكتر سهیل عامر، د الیکشن کمېشن سيكتر بابر یعقوب فتح محمد، د خزانې، داخله او دفاع ډویژنو سيكترانو ، د څلورو واړو صوبو چیف سیکترانو ، آئی جیز او نورو چارواكو ګډون وكړو۔ د الیکشن کمېشن سيكتر د ټولټاكنو په اړه په انتظاماتو تفصیلی بریفنګ وركړو۔ ده د ضابطه اخلاقو تفصیلات هم بيان كړل كوم چې د كانديدانو ، پریذائیډنګ افسرانو او پولنګ عملې ٬ انتخابی فرائض لپاره تعینات قانون نافذ کونكو ادارو، ټول هېواد كښې د ټاكنو مانیټرنګ لپاره ځائې او غیر ملکی میډیا او انتخابی مبصرینو لپاره مرتب کړې شوي دي
متعلقہ مضامین
-
Vivian Richards, David Gower praise Pakistan team in meeting with PM Imran Khan
-
Punjab govt takes big step to make LG institutions functional
-
Chinese embassy holds short video creation contest
-
11 injured in Kharan blast
-
IHC seeks details of FIA’s powers
-
Illicit cigarette trade in Pakistan
-
SC directs provinces to submit reports on tree plantation
-
Punjab leads in COVID-19 vaccine race, says Asad Umar
-
FFC holds extraordinary general meeting
-
FATA students: NA body seeks HEC notification for doubling seats
-
Alvi calls for youth guidance to benefit from Kamyab Jawan Program
-
Services of legal fraternity for upholding Constitution, law commendable: Fawad