اسلام آباد 01 مئي (اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفافي وزير چوهدري محمد برجېس طاهر وئيلي دي مزدور او ورکر کلاس د كوم هم هېواد مهمه سرمايه وي۔ له مزدور او وركر كلاس سوكالۍ پرته د هېواد د پرمختګ او سوكالۍ خوب ريښتيا كېدې نشي۔ د مئي اولنۍ نېټې په حقله يو بيان كښې د شكاګو مزدورانو قربانيو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وفاقي وزير ووئيل تېره پېړۍ په نړۍ كښی د مزدور او وركر كلاس حقونو په حقله د شعور بېدارولو په لړ كښې مهمه ثابته شوه۔ ده ووئيل جمهوريت او د مزدورانو حقونه يو مضبوط تړون لري او د وركر كلاس حقونو ته په جمهوري نظام كښې تقويت ترلاسه كېږي۔ وفاقی وزیر ووئيل د مزدورانو ورکر کلاس حقونو له مسلم ليګ (ن) مهم كردار ترسره كړې او د پنجاب حكومت د مزدورانو حقونو ساتنې له په 2015ﺀ كښې اولنۍ لېبر پالېسي اعلان كړه۔ دې سره سره په صوبه كښې انډسټريل اسټېس او نوې جوړېدونكو انډسټريل زونز او اكنامك زونز كښی هم د مزدورانو حقونو او خېر ښېګړې ته خاص پام ګرځولې شوې۔ ده ووئيل د پنجاب حكومت د محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې صوبه كښې هوټلو ٬ پمپونو او وركشاپس څخه د زرګونو په شمېر كوچنيان ويستلې او سكولونو كښې ئې داخل كړي۔ ده ووئيل صوبه كښې 100 څخه زياتې پولې ټېكنيك ادارې شته چرته چې وركر كلاس هنرمند جوړولې شي۔ ده وئيل د محمد نواز شريف د وژن ترمخه سي پېك منصوبې ترمخه هېواد كښې د 60 اربه ډالرو څخه زياته سرمايه كاري كېږي چې په نتيجه كښې به ئې نزدې 25 لكهه نوې ملازمتونه رامخې ته شي چې ورسره به د بې روزګارۍ خاتمه ممكنه شي۔ ده ووئيل زمونږ حكومت صنعتونه او فېكټرۍ د ګاز او برېښنا لوډشېډنګ څخه مستثنی ګرځولې دغسې چې د فېكټرو او صنعتونو كار كوؤنكي مزدوران بې روزګاره نشي۔ ده ووئيل زمونږ حكومت خپلو غريبو مزدورانو ته د هر ډول اسانيو وركولو هڅې كړې او كه بيا موقع راغله نو د وړاندې څخه به زيات د مزدورانو وروڼو لپاره كار وكړو۔
متعلقہ مضامین
-
EU Parliament set to introduce new law to boost exports of 67 countries
-
PHC seals 223 fake centres in 28 cities
-
Tarin urges overseas Pakistan to open RDAs for seamless financial services
-
107 dengue cases emerge in Islamabad today
-
SAPM highlights Pakistan’s experience in scaling up EEC
-
National cancer registry need of the hour: Begum Alvi
-
IHC hears appeal of convicts in Imran Farooq murder case
-
“I am in Islamabad for medical treatment,” says lost Bushra Rind
-
Collective efforts needed to get rid of drug menace: IGP
-
SBCA chief summoned in SHC over illegal construction on Akbar Road
-
Blind murder cases solved, three held: CPO
-
Theatre Wallay to start new series ‘Gupshup with Gurus’