اسلام آباد 16 اپرېل (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي اوسني ټېكس اېمنسټي سكيم څخه به د مني لانډنګ مخنيوي له مرسته ترلاسه شي ٬ او د هېواد ګټې له غېر ملكي اثاثې به هم هېواد ته راوړلې شي۔ اولس مشر ممنون حسېن دا خبرې د ګل په ورځ ډائرېكټورېټ جنرل آف امېګرېشن اېنډ پارسپورټس دورې په مهال د خبريالانو سره كړې۔ اولس مشر ووئيل مليزيا٬ انډونيزيا كښې هم دا ډول اېمنسټي سكيمونه كامياب شوي۔ اولس مشر دا تاثر رد كړو چې بهر هېواد كښې پاكستانيانو ټول دولت په غېر قانونې توګه جمع كړې۔ ده ووئيل زياتره پېسې ھغوي پخپله خوارۍ جمع كړې او ټول هدفي كول سمه خبره نه ده۔ په رياستي ادارو كښې د تاٶ تريخوالې پحقله د يوې پوښتنې كښې اولس مشر ووئيل ټولو ادارو له پخپله دائره كښې كار كول پكار دې دغسې چې دا ډول صورتحال څخه بچ شوو كوم چې هېواد لپاره زيانمند وي٬ چې كله د اولس مشر څخه پوښتنه وشوه چې آيا ھغوي به دا ډول صورتحال په شدت كښې خپل كردار لوبول غواړي نو اولس مشر ووئيل ھغوي ټول قامي مفاد لپاره پخپله زيات پوهه دي۔ ده وئيل هېواد په سي پېك د عملدرآمد په صورت سوكالې پلو روان دے او دا مزل په ښه ډول مخ په وړاندې بوتللو لپاره ټول بايد مشتركه هڅې وكړي۔ د ټولټاكنو پحقله د پوښتنې په حقله اولس مشر ووئيل زه باور لرم چې ټاكنې به په وخت وشي۔ د دې نه وړاندې اولس مشر ممنون حسېن د خپل پاسپورټ تجديد لپاره ټوكن كاٶنټر ته ورغلو او په دې لړ كښې ئې ټولې د ضابطې كاروائۍ ترسره كړې۔ اولس مشر ممنون حسېن د پاسپورټ اجراء او تجديد په انتظاماتو د اطمينان څرګندونه وكړه۔
متعلقہ مضامین
-
ICIJ’s Pandora Papers disappoint opposition: Farrukh
-
Pakistan, China joint anti-terrorist exercise concludes
-
Sindh should release wheat to bring down prices
-
SC dismisses petition seeking disqualification of Mukesh Chawala
-
MoHR organises awareness workshop
-
PML-N will protest against NAB ordinance: Rana Sanaullah
-
Senior US diplomat Wendy Sherman to reach Pakistan today
-
NAB performance in last four years
-
Pakistan asks world to ‘engage’ with Taliban
-
Sardar Sikander Hayat Khan laid to rest
-
EFU Life selects Rehability UK as partner for virtual health care
-
Double shift extended to 180 more schools in KP