اسلام آباد 12 جولائي (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وئيلي دي پيشه وره او فعاله بېورو کرېسي د هېواد د نظم و نسق د ښه والي، سماجي، اقتصادي او د پرمختګ هدفونه سر كولو كښې مهم كردار لوبولې شي ٬ غوره او موثره واكمني به د پاكستان په غېر معمولي حالاتو او چېلنجز قابو موندلو له مرستياله وګرځي۔ د سينيټ سيکرټريټ له مخې د جمعې په ورځ په نيشنل انسټي ټيوټ آف مينجمنټ اسلام آباد كښې د 35م سينئر مينجمنټ کورس ګډون كوٶنكو ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل دا مهال غوره او هم موثره ګورننس به پاکستان د غېر معمولي حالات او سماجي، اقتصادي، د انساني ترقۍ، صحت، تعليم او په پرمختيائي چيلنجز قابو موندلو له مهم ثابت شي۔ ده ووئيل ما د وزيراعظم او اوس د سېنېټ چيئرمېن په حېث دا ليدلي چې ديانتدار افسران معنې لرونكے او تل پاتې بدلون راوستلے شي۔ ده ووئيل د تل پاتي پرمختګ هدونه سر كول په موثره حكمرانۍ اړه لري۔ ده ووئيل يو ټاكلے نمائنده حکومت او فعاله پارلمان چې كار كوي او مېرمنو ته په ګورننس او پاليسي سازۍ كښې زياته نمائندګي ترلاسه كېږي۔ ده خوشحال او د پرمختګ په لاره روان پاكستان لپاره كار كولو له دا اړخونه په زړه پورې پېشرفت وګرځولو۔ د سېنېټ چيئرمېن هيله څرګنده كړه چې سينئر مينجمنټ کورس څخه به ھغه پوهه او عزم ترلاسه شي كوم چې هېواد كښې د دې چېلنجونو مخنيوي له مرستياله وګرځي۔ ده زور رواړو چې د هېواد٬ سيمه ايز او په نړيواله كچه بدلېدونكے صورتحال د دې خبرې متقاضي دے چې داسې پاليسۍ وضع كړې شي چې نه يوازې زمونږ د قامي ګټې تحفظ وكړي بلكې دې ته وده وركړي او د پرمختګ عمل ګړندے كړي۔ ده په دې لړ كښې د افسرانو كردار مهم وګرځولو۔ ده د بدلون خپلولو٬ اختراع ته وده وركولو او كار كښې ديانتداري او د کارکردګۍ كلتور ته په وده وركولو زور رواړو۔ ده د ډائريکټر جنرل ډاکټر طارق موج او د اېن آئي اېم د ډلې ستائنه وكړه او د دوي غېر متزلزل عزم ته ئې پېرزوئنې وړاندې كړې۔ په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن بېلا بېل پيشه وره ګروپس سره تعلق لرونكو افسرانو له سندونه وركړل۔ د دې نه وړاندې ډائريکټر جنرل ډاکټر محمد طارق موج او فيکلټۍ د سېنېټ چيئرمېن د كورس د مهمو اړخونو نه خبر كړو۔
متعلقہ مضامین
-
Judicial independence ‘under attack’
-
‘Sexual violence, rape constitute serious forms of violence against women’
-
PTI urges AJK protesters to stay peaceful, avoid burning, vandalizing properties
-
Amid controversy, SC releases audio recording of JCP meeting
-
Time for Imran to prove he is sadiq and ameen: PML-N
-
Pak-Saudi security cooperation to be enhanced, says Sanaullah
-
PM orders early aid to flood-hit Balochistan
-
Constitution of special committee on child marriage bill urged
-
Railways police observe ‘Police Martyrs’ Day’ at all divisional level
-
Prohibited funding probe conducted during PTI’s rule: Musadik
-
COAS hails forces’ preparation to overcome new threats
-
Pakistan condemns Israeli terrorists airstrikes in Gaza