اسلام آباد 09 مئی(اے پی پی)پاكستان په غزه كښې د روان اسرائيلي جارحيت په سختو ټكو غندنه كولو سره وئېلي دي مقبوضه فلسطين سيمه كښې د ماشومانو او مېرمنو پشمول بې ګناه وګړي په نخښه كولې شي۔د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ د زيارت په ورځ پرېس بريفنګ كښې په رفح كراسنګ بريد او د محاصرې غندنه كولو سره ووئېل اسرائيل له د نړيوال بشري قانون پاسداري كول پكار ده ۔اسرائيل په خپلو تازه كاروائيو ثابته كړې چې هغوي د نړيوالو بشري حقونو او قوانين خلاف ورزي او په غزه كښې د نسل كشۍ ارتكاب كوي۔دې سمدستي جنګ بندۍ٬د غزه محاصرې ختمولو او د غزه ګيرو شوو خلقو لپاره پرله پسې بشري مرستې ته د رسنې په وركولو زور راوړو ۔د خارجه دفتر وياندې ووئيل د څو مياشتو راهسې په فلسطينيانو د اسرائيل جارحيت روان دے٬په فلسطينيانو ظلم او ستم ختمول پكار دي او نړيوالو ادارو له په فلسطينيانو د جاري بربريت په ضد كاروائي پكار ده۔وياندې ووئيل پاكستان په نړيواله كچه او فورمز په غزه كښې د روان ظلم او په غزه كښې په ماشومانو او مېرمنو د ظلم غندنه كړې۔دې د پاكستان د هغه اصولي دريځ يو ځل بيا پخلے وكړو چې پكښې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو له مخې د شخړيز جمو كشمير منصفانه او پرامن حل لپاره د خپلو كشميريانو ورونړو سياسي٬سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتلے شي۔دې ووئيل كشمير يوه نړيواله مسئله ده كومه چې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو له مخې حل كول پكار دي۔وياندې ګھیمبیا كښې د اسلامي مرستې تنظيم مشرانو غونډې په اعلاميه كښې د جمو كشمير شخړې په اړه د او آئي سي دريځ ستائېلو سره ووئېل غونډې د كشميريانو د حق خود اراديت بشپړ ملاتړ كړے۔
متعلقہ مضامین
-
Court adjourns hearing of appeals against Hamza’s election till 30th
-
Maharaja Ranjit Singh’s death anniversary observed with zeal
-
PTI MPA from Karachi Saeed Afridi resigns from his seat
-
Govt to withdraw appeal against FSC Riba verdict
-
Punjab govt orders closure of 134 security companies
-
PHC to finalise guidelines for hospital emergency departments
-
Rehmani demands release of all Hurriyat leaders
-
Reference against Asif Zardari adjourned till Sep 5
-
Journalist Ayaz Amir attacked by unidentified men in Lahore
-
Uninterrupted power supply to industrial sector to protect employment: Dastgir
-
Rescue-1122 provided emergency service to 9392 people in June
-
President directs bank to refund defrauded money to senior citizen