ملتان 08 مئی(اے پی پی)د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وئېلي دي چې وفاقي او صوبائي حكومت سره په ګډه به د سوئېلي پنجاب پرمختيائي فنډز په بجټ كښې اضافه باوري كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د سوئېلي پنجاب سېكرټرېټ كښې بېلو پلاويو سره د ملاقات په مهال وكړه۔ د پنجاب د اعلٰی وزير پخوانې صلاحكار اسحاق بچه٬حاجي لياقت بوسن٬رانا عاشق نون٬ملك اسلم منګانه او د حج ډائرېكټر ريحان كهوكهر پشمول بېلو مشرانو سيد يوسف رضا ګېلاني سره ملاقات وكړو۔ پلاوي د منطقې پرمختګ لپاره د سيد يوسف رضا ګېلاني كردار ستائېلو سره ووئيل چې ګيلاني كورنۍ تل د سياسي تړون نه پرته د ملتان ښار پشمول د سوئېلي پنجاب پرمختګ او د دې ځايې د اولس سوكالۍ لپاره عملي هڅې كړي۔په دې موقع سيد يوسف رضا ګېلاني ووئيل چې د سوئېلي پنجاب تعمير او پرمختګ لپاره شوې زمونږ هڅې د ټولو په وړاندې دي٬د منطقې نور پرمختګ لپاره به هر ممكنه هڅې كولې شي دغسې چې د اولس د محرومۍ احساس ختم كړے شي۔د حج ډائرېكټر ريحان كهوكهر د سېنېټ چيئرمېن ته د حج فلائټس او آپرېشن په اړه بريفنګ هم وركړو۔
متعلقہ مضامین
-
Foreign tourists depart on Islamabad to Khunjerab voyage on rickshaws
-
PM commends Bilawal, COAS for fulfilling FATF conditions
-
CPSP, Gambat Institute sign MoU
-
PM approves task force to oversee implementation of minority rights
-
Alvi returns electoral reforms bill unsigned
-
Court grants interim bail to PTI leaders till 28th
-
Alvi returns unsigned ‘regressive’ bill amending NAB Ord
-
Govt decides to continue targeted subsidy on five essentials items
-
First spell of pre-monsoon rain in Karachi from today
-
Monsoon rain spells to improve water levels at major dams
-
CDA to prepare plan to prevent pollution, environment degradation
-
DG ISI informed NSC meeting he ‘sees no conspiracy’: Asad Umer