اسلام آباد۔7فروری(اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي په وخت د انصاف باوري كولو كښې د محتسب كردار په ډاګه كولو سره محتسب ته د رجوع كولو دائره تر لرو پرتو سيمو پراخه كولو او دې مقصد لپاره عصري ټېكنالوجۍ څخه د استفادې كولو په حاجت زور راوړے۔ صدر مملكت د شورؤ په ورځ د وفاقي محتسب دفتر دوره وكړه۔ په دې موقع وفاقي محتسب اعجاز احمد قرېشي صدر مملكت ته د محتسب کردار او کارکردګۍ په اړه بريفنګ وركړو۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت ته ووئيل شول چې محتسب په كال 2023 كښې د 193,028 شکایتونو ازاله وكړه او ځپليو ته يۍ د 4.898 اربه روپو ريليف وركړو۔ وفاقی محتسب په كال 2023 كښې په ريكارډ 194,099 شکایتونو كارروائي وكړه ۔ په بريفنګ كښې ووئيل شول چې د محتسب په سفارشات د 18 زره سټريټ چلډرن د اسلام آباد په سكولونو كښې اندراج وشو۔ د محتسب په 85.4 فیصده پرېكړو تېر كال عملدرآمد وشو۔ دې سره سره د محتسب په دفتر كښې د ټېكنالوجۍ كارولو سره محتسب ته د خلقو د رجوع شرح زياته شوه۔ صدر ته ووئېل شول په كال 2023 كښې 48,190 شکايتونه آن لائن رجسټر شول كوم چې 47 فیصد زيات وو۔ په كال 2023 كښې د محتسب د موبائل اېب د لارې 22,321 شکایتونه ترلاسه شول كوم چې 21 فيصد اضافه په ګوته كوي۔ د سمندر پورې پاكستانيانو آسانيو او د هغوي د شكايتونو حل له هم ګامونه پورته كړے شول۔ په غونډه كښې صدر مملكت د انصاف په تندۍ سره رسول باوري كولو كښې د محتسب په كردار رڼا واچوله۔ ده ووئيل په وخت د انصاف رسولو كښی د محتسب كردار په اړه به اولسي شعور بېدارول وي۔ دغسې صدر مملكت د محتسب د كاركردګۍ ستائنه كولو سره محتسب ته د رجوع كولو دائره تر لرې پرتو سيمو پراخه كولو او دې لپاره د عصري ټېكنالوجۍ كارولو په حاجت زور راوړو
متعلقہ مضامین
-
Media facilitation center set up at PID
-
Sindh’s EC lauds media for creating political awareness
-
PTI leader Hammad Azhar arrested
-
Nation can’t afford sit-ins, division: PM
-
Sargodha citrus development programme to help improve kinnow production
-
PM visits D-Chowk; pays tribute to LEAs
-
Pakistan, Egypt enjoy cordial ties amid greater confidence: Khawaja
-
Independents lead local govt polls in Balochistan
-
No delegates from Pakistan visited Israel: FO
-
Minister for energy monitors NESPAK working
-
CM for early completion of projects
-
India pledges to address Pak concerns on hydropower projects