اسلام آباد۔16نومبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف بډھ بېره او د ډېره اسماعيل خان په كلاچي سيمه كښی د ترهګرو په ضد د آپرېش په كولو امنيتي ځواكونو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د زيارت په ورځ په خپل پېغام كښې ده په ډېره اسماعيل خان كښې لانس نائيك محمد اعجاز خان ته د شهادت درناوي په ترلاسه كولو د عقيدت پېرزوئنې ډالۍ كولو سره ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د امنيتي ځواكونو قربانۍ به بې ځايه نه ځي ، هېواد څخه د ترهګرۍ د ناسور نوغې ويستلو له د ځانونو په قرباني وركوؤنكو اولس وياړ لري ٬ د ترهګرۍ ختمولو له ټول قام امنيتي ځواكونو سره يو برابر ولاړ دے۔ ده ووئيل هغه ورځ لرې نه ده چې امنيتي ځواكونه به د ترھګرو ختمولو كښې كامياب شي۔ ده ووئيل شرخوښي عناصر د خپل ناوړه سازش د لارې د ترهګرۍ په ضد د امنيتي ځواكونو حوصله كمزورې كولې نه شي۔ دغسې سپیکر په ډېره اسماعيل خان كښې د شهيد اعجاز خان كورنۍ سره غمرازي ښكاره كړه او د شهيد لوړو درجو لپاره يۍ دعا وكړه
متعلقہ مضامین
-
Alvi decides not to resign, for now
-
8 killed, 1,030 injured in 947 accidents in Punjab
-
Cleaning of drains before monsoon in Abbottabad emphasized
-
Governors of KP, Sindh step down
-
Teenager dies after not receiving timely treatment in THQ
-
Advans Pakistan Microfinance Bank relocates to a new head office
-
PTI trying to hide failures behind resignations: ANP
-
SC directs KP govt to submit proposals regarding restoration of magistracy system
-
Chinese Premier congratulates Shehbaz Sharif on election as PM
-
Prolonged unscheduled power loadshedding takes people to streets
-
Pakistan Olympic Association forms probe committee
-
Is the govt going to end Sehat Cards?