اسلام آباد 09 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د پاكستان ابادي زياتره په ځوانانو مشتمل ده٬ د لوبو هلې ځلې ځوانانو ته په زړه پورې ډول د خپل طاقت د استعمال موقع وركوي، حکومت په هېواد كښې د لوبو ودې لپاره تاريخي اقدامات كړېدي٬ حكومت په هېواد كښې د سپورټس پرمختګ او د لوبو ودې لاره قامي پروګرام پېل كړې٬ حكومت په اسلام آباد كښې د پاكستان د وړومبنۍ سپورټس پوهنتون د بنياد تيګه اېښې ده٬ اولمپك وېلېج قامي منصوبه ده٬ د اولمپك وېلېج جوړولو لپاره دې کارپوريټ سټرکچر جوړ كړې شي د دې جوړولو نګراني دې پوهان وكړي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ له مخې د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم په اسلام آباد كښې د اولمپکس وېلېج جوړولو لپاره د غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ په غونډه كښې د مسلم ليګ مشرانو طارق فضل چوهدري، حنيف عباسي، انجم عقيل، د سي ډي اے چيئرمېن او اړوند چارواكو ګډون كړې۔ غونډې ته ووئيل شول چې په اسلام آباد كښې د مارګلې په لمنه كښې به په 1200 كناله دا وېلېج جوړولې شي چې كښې به د لوبو د نړيوال معيار سهولتونه وي په دې كښې به د كركټ اكېډمي٬ نړيوال کرکټ سټيډيم، هاکي ګراٶنډ، ټينټ پېګنګ، ايتھليټکس سټيډيم، ان ډور سپورټس، انټرنيشنل هوټل او پارکنګ سره سره نور سهولتونه هم ترلاسه وي۔ په غونډه كښې د اولمپکس وېلېج جوړولو لپاره د درې اربه روپو اندازه ولګولې شوه۔ وزيراعظم د اولمپکس وېليج په جوړولو كښې د سپېځلتيا د عنصر باوري كولو امر وكړو۔
متعلقہ مضامین
-
Sports strengthen youth’s mental and physical ability: Isphanyar
-
PPP claims deal; MQM-P says it’s still ‘undecided’
-
All allies to support govt on no-trust motion: Shafqat
-
IRSA releases 67003 cusecs water
-
Govt to launch satellite monitoring based State of Forest Report: Amin
-
Missile launch appears to be an ‘accident’: US
-
MWMC collects 22,390 tonnes of waste on monthly basis in Multan city
-
President felicitates nation, Muslim world on UN’s adoption of Islamophobia resolution
-
Engro Foundation becomes largest supporter of Indus dolphin
-
First fire of Bin Qasim Power Station 3 launched
-
Marri advises PM to resign
-
ECC approves Rs 24.26 billion fertilizer subsidy